Key Points
- Five brothers, a knack for footy and deep love for their home country.
- This is the story of the Slaimankhel family, who created a championship-aspiring national team from nothing.
دا د هغو پنځو ورونو کيسه ده چې د افغانستان رګبي لوبډلې بنسټ يې کيښود او د ملي لوبډلې تر نيمايي لوبغاړو د هغوی کورنۍ غړو جوړوو.
پنځه وروڼه او کورنۍ يې له افغانستان څخه پاکستان ته او بيا نيوزيليند ته کډوال شول. د سلیمانخیلو ځوانانو دا هوډ درلود چې له افغانستان څخه بهر په یوه نوي هیواد کې خپلو هيلو ته ورسيږي او ځان جوړ کړي.
يادو ورونو لومړی په نيوزيليند کې غير رسمي رګبي لوبې پيل کړې او هلته يې ډير ژر شهرت پيدا کړ.
د سليمانخيل وروڼو کشرۍ ورور ذاکر وايي، د نيوزيليند اوسيدونکي له رګبي لوبې سره کلتوري مينه لري او دا لوبه يې په وينه کې ده... موږ په ښوونځیو کې وو چې موږ ته یې دا امتیاز راکړ چې دا سپورت وکړو."
ذاکر او ورونو يې د اسټراليا په ګډون نړيوالو لوبو تجربه وکړه او يو وار يې د افغانستان ملي لوبډلې ته د رګبي د اسيا نړيوال جام کې لوبه وکړه.
د افغانستان د تير حکومت سقوط وروسته سليمانخيل ورونه وايي، د افغانستان رګبي لوبډلې لي مينځه تلل او په اسيا جام کې نه لوبيدل ډير خواشينونکی وو.
نو کله چې دوی ولیدل چې د اګست په میاشت کې د آسیا رګبي سیونز اتلولۍ کې د افغانستان ټیم نه و، مشر ورور صابر هوډ درلود چې د لوی هدف لپاره خپل وروڼه سره يوځای کړي او يو ځل بيا افغانستان ته ولوبيږي.
ذاکر وویل، "دا یوازې د سپورت او د رګبي لوبې په اړه نه و، دا د ټول هیواد په اړه و ځکه دوی د کلونو په اوږدو کې ډير ځوریدلي دي."
مشر ورور بلال وويل: "موږ واقعیا غوښتل چې دوی ویاړو او هیواد ویاړو." "افغانستان په دې وروستيو کې له سخت حالت سره مخ دی، زه فکر کوم چې سپورت د دوی په ذهن کې وروستۍ هيله ده، دا دوی ته د خندا لپاره ډير څه ورکوي، او سپورت دوی خوشحاله ساتي، سپوت خلک يوځای کوي."
د سلېمانخېلو کورنۍ د خپل تره زاهدالله په راوستلو سره د ټیم له نهو غړو څخه پنځه یې د همدې کورنۍ غړو څخه جوړ شو: صابر، سیر، عمر او ذاکر. د ټیم د مدیر په توګه هیڅوک شتون نلري، بلال اجرایوي دنده په غاړه واخیسته. د ټیم کپتان، عمر، هم د پیژندلو وړ کس دی، هغه خپل ملګري عثمان سره د چينل ۹ په تفريحي پروګرام کې هم برخه لري.

One of the older brothers, Sabir Slaimankhel, had a dream to bring his brothers together to play the sport they love. Source: Supplied / Zakir Slaimankhel
له ټولو ناخوالو سره سره، د افغانستان ټیم د اسیا اتلولۍ له ګټلو څخه يوازې يو ګام شاته پاتې شو او پای لوبه يې سينګاپور ته وبايلله.
صابر وویل: "موږ شمېرې نه درلودې. موږ په اکلنډ کې بند پاتې وو. موږ د ټورنمنټ څخه مخکې په خپله تمرین کاوه ... دا د پام وړ خبره ده چې مونږ سره لدې هم ډير څه لاسته راوړل."

Omar (left) and Zakir Slaimankhel (right) are two of the five brothers in the Afghanistan team at the Asia Rugby Sevens Championship in Jakarta in August 2022. Source: Supplied / Zakir Slaimankhel
د سپانسرانو پرته، سلیمانخیل د جاکارتا په ټورنمنټ کې د 20,000 ډالرو څخه ډیر له جیب څخه ورکړل.
بلال وویل: "موږ په دې لنډه موده کې بل لوبغاړی ونه موندلو ... ډیری خلکو، کله چې موږ ورته وویل چې موږ به د ټکټونو لپاره پخپله پیسې ورکوو، دې خبرې هم ډیره ګټه ونه کړه او نور له مونږ سره پر خپل لږښت نه يوځای کيدل."
مګر هغه مهال چې دوی لاسونه سره يوځای ورکړل او د اتلولۍ په فاینل کې د ویناوالو مخې ته د افغانستان ملي سرود واوراوه، وروڼو وویل چې هغه شیبه ډيره ارزښتناکه وه.
صابر وویل، " اصل کې تاسو د خپل هیواد استازیتوب کوئ، د خپل د مور او پلار هیواد ... او د ملي سرود غږول خورا د پام وړ، د باور وړ نه وو."
ذاکر زیاته کړه: "کله چې مو په فاینل کې هغه ملي سرود واورېد، موږ اوښکې توی کړې او احساساتي شو."
.jpeg?imwidth=1280)
Afghanistan fought all the odds and claimed silver at the Asia Rugby Sevens championship. Source: Supplied / Zakir Slaimankhel
دوی خپل د سپینو زرو مډالونه کور ته راوړي صابر په خندا سره وویل، "اوس ډیر خلک پوهیږي چې افغانستان یو ښه رګبي ټیم لري."
نیوزیلینډ ته د کورنۍ ته له راستنیدو سره د رګبي لوبډلې ځوانان د اتلانو په توګه ستایل شوی، او حتی د ټولو نورونو رګبي سیونز ټیم لخوا له خورا درناوی سره ستايل شوي.
د نيوزيليند رګبي ملي لوبډلې کپتان سکاټ کري د ټولې لوبډلې لپاره د فوټبال بوټانو وړیا بکس لیږلی وو او په نږدې راتلونکي کې د افغان هلکانو د روزنې د ناستې کوربه توب کوي. هغه اس بي اس ته وویل، "موږ تل هڅه کوو چې د خپلو خلکو، زموږ ټولنې سره د مرستې لپاره لارې چارې ولټوو، او ما یوازې د لوبې مینه لیدلې چې دوی لري، او ما یوازې فکر وکړ چې زه هم لدوی سره مرسته وکړم ."

Sabir (left), Sayear (centre) and Zakir (right) are vying for gold at next year's tournament. Source: Supplied / Zakir Slaimankhel
سليمانخيل وروڼو ترڅنګ دوه نور ورونه چې ملي لوبډلې ته ولوبيدل جابري او محمد صافي وو چې پلار یې په ۲۰۱۹ کې د کریسټ چرچ په ترهګریز برید کې په غمجنه توګه وژل شوی و، د ټیم سره یوځای شول.
يادو دوو ورڼو خپل پلار ارمان پوره کولو او هغه ته درناوي لپاره د افغانستان رګبي لوبو کې ولوبيدل.
بله خوا د سلیمانخیلو وروڼو تره چې په ۲۰۱۸ کې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې خپل تره له لاسه ورکړ، د رګبي لوبې د هغه ياد او درناوي لپاره دوی ته يو ستر هدف جوړ شو.