د رغتيا نړيوالې ادارې د چهار شنبې ٌپه ورځ اعلان وکړ چې د کرونا وايروس اوس وبايي شو او دا يې د ياد وايروس چټکۍ سره خپريدل داسې حال کې د انديښنې وړ وباله چې د نړۍ ۱۱۴ هيوادونو کې د ياد وايروس پيدا کيدل او د خلکو ترمينځ يې ليږد انديښنې راپارولي.
د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ټيډرو ادهانوم وويل، د نړۍ هيوادونه د ياد وايروس خپريدو کې پاتې راغلي او هم اړين ګامونه نه پورته کوي.
ياده اداره وايي، راتلونکو مياشتو او اونيو کې با لا ډير نور کسان پر ياد وايروس مبتلا او هم خپل ژوندونه له لاسه ورکړي.
ښاغلي ټيډرو وويل، ايران ډيره کې کوښښ کوي چې د ياد وايروس خپريدلو مخه ونيسي ولې له ياد هيواد سره اسانتياوې نشته.
ايران کې د کابيني دوه وزيران هم پر کرونا وايروس مبتلا دي.
ي
د نړۍ يو شمير هيوادونو ښوونځي، پوهنتونونه او نور عامه ځايونه وتړل.
تر دې دمه ۱۲۴،۰۰۰ کسان پر کرونا وايروس مبتلا دي او ۴۵۸۴ نورو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.