KEY POINTS:
- پیني وانګ وايي، اسټرالیا له هند سره د بي بي سي پر دفتر چاپه اچولو په اړه خبرې کړي.
- د بي بي سي په مستند فلم کې د برتانیې د حکومت لخوا هغه راپور افشا شو چې نریندرا مودي د مسلمانانو په ډله ایزې وژنې مسلي سره ښکيل بلل شوی.
- پیني وانګ وايي، دا تورونه د هند د عدلي سیسټم سره ټلې مسله ده.
د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ دوه لسیزې وړاندې په ډله ییزه وژنه کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د رول تورونه "د هند د عدلي سیسټم لپاره مسله" وبلله.
د چهار شنبې په ماښام په نوي ډیلي کې وینا کې، سناتور وانګ پر بي بي سفتر باندې د هندي چارواکو چاپو اچولو پر مسله له نظر ورکولو ډده وکړه.
بي بي سي يو مستند فلم جوړ او نندارې ته وړاندې کړ، په ياد فلم کې د هند اوسنۍ لومړی وزير نريندرا مودي باندې تورونه لګول شوي چي نوموړي د مسلمانانو په ټول وژنه کې لاس درلود.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې پيني وانګ او خزانه دار جیم چلمرز هند ته له نږدې سفرونو وروسته لومړی وزیر انتوني البنيزي به راتلونکې اونۍ هند ته سفر وکړي چې له ښاغلي مودي سره وګوري.
په ۲۰۰۲ کال کې د هند په ګجرات ایالت کې چې ښاغلی مودي یې وزیر اعلی و، لږ تر لږه ۸۰۰ کسان، چې ډېری یې مسلمانان وو، د ډله ییزو تاوتریخوالو په ترڅ کې ووژل شول. ښاغلي مودي تل تاوتریخوالی ته سترګې پټول رد کړي ، او د هند سترې محکمې په ۲۰۱۰ کې هغه ته برائت ورکړ.

Indian Prime Minister Narendra Modi. Source: AP / Rafiq Maqbool
دا بندیز هغه وخت لیرې شو کله چې ښاغلی مودي په ۲۰۱۴ کال کې لومړی وزیر شو.
د بي بي سي یو مستند فلم د جنوري په میاشت کې خپور شو - هند: د مودي پوښتنې - تورونه بیا راژوندۍ کړل، د انګلستان د حکومت راپور په ډاګه کړه چې ښاغلی مودي د مظاهرو په جریان کې چې سخت دريځو هنديانو مسلمانان ووژل هغوی ته "د معافیت د چاپیریال" د فعالولو لپاره "مستقیم مسؤل" و.
LISTEN TO

'د افغان کډوالو له ستونزو ډک ژوند' : په هند کې مېشت افغان کډوال له بهر مېشتو افغانانو څه غوښتنه لري؟
SBS Pashto
10:42
د هند حکومت اضطراري واک کارولو سره د بي بي سي د مستند فلم لومړۍ برخې خپرولو مخه ونيوله ځکه په هغه کې ډير ګجرات په اړه خبرې شوې وې چيرې چې مودي هغه مهال چيف مينيسټر وو. هندي چارواکي وايي، د بي بي سي مستند يو اړخيز دی او دوامدار استعماري ذهنیت سره دا مستند جوړ شوی.
د بي بي سي په نوي ډیلي دفتر باندې هندي چارواکو چاپې واچولې د خبريالانو مبايلونه ولټول شول او د هغوی په وينا دا کار يې د بي بي له مالياتو څخه سر غړونې لپاره کړی.
دې برید د مطبوعاتو د ازادۍ د ډلو غصه راوپاروله، په داسې حال کې چې نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ داسې مقالې خپرې کړې چې د ښاغلي مودي حکومت یې د مطبوعاتو د آزادۍ په مخنیوي تورن کړ.
د برید په اړه د اسټراليا له بهرنيو چارو وزيرې څخه وپوښتل شول، سناتور وانګ وویل، "موږ په دې مسلو کې د هندي سیسټم سره ښکیل یو" مګر په مکرر ډول یې د دې څرګندولو څخه ډډه وکړه چې د هغې د تبصرې معنی څه وه.

At least 800 people, mostly Muslims, were murdered during 2002 riots in Gujarat. Source: Getty / Dipam Bhachech
د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په هند کې د مسلمانانو ضد بریدونه په ۲۰۱۴ کې د ښاغلي مودي د واک ته رسیدو راهیسې په زیاتیدو دي، دا هم ادعا کوي چې په ۲۰۱۹ کې د تابعیت متنازع قوانین د مسلمانانو د ایستلو لپاره ډیزاین شوي چې د نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه په نښه کوي.
سناتور وانګ هغه مشخصې ادعاوې په ګوته نه کړې چې ګواکې تاوتریخوالی په هند کې ډير شوی، مګر ټینګار یې وکړ چې د ګجرات په تاوتریخوالی کې د ښاغلي مودي رول د هند د قانوني سیسټم له لارې يې پلټنه شوې.
هغې وویل: "دا د هند د قانوني سیسټم سره تړلې مسله ده ... استرالیا او هند نږدې ملګري دي. موږ هراړخیز ستراتیژیک ملګري یو. لکه څنګه چې تاسو اټکل کوئ، موږ به په منظمه توګه د بشري حقونو په برخه کې هم ښکیل يو."
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به پدې میاشت کې د خپل سفر په جریان کې د بشري حقونو سرغړونې راپورته کړي، د اسټراليا لومړي وزير البنيزي وويل، له هند سره د نږدې اړیکو اړتیا په اړه پراخې خبرې کوي، ښاغلي زياته کړه، زه دې ته د اړیکو د فرصت په سترګه ګورم. زه د لومړي وزیر مودي سره مثبتو خبرو اترو ته سترګې په لار یم."
د انګلستان لومړي وزیر ریشي سناک هم د مستند فلم له خپریدو وروسته په عامه توګه د ښاغلي مودي له انتقاد کولو ډډه وکړه.
ښاغلي سنک هغه خبرې رد کړل، چې په پارلمان کې د کارګر ګوند د استازي لخوا راپورته شوي، او وويل چې د ګجرات تاوتریخوالی د "توکمیز پاکولو يو جدي عمل" و.
ښاغلي سنک وویل: "موږ په هیڅ ځای کې ظلم نه شو زغملی، مګر زه ډاډه نه یم چې زه د کارګر ګوند د غړي له داسې څرګندونو سره موافق یم."
———————————————————————————
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن پهوړیاتوګه له یا څخه ترلاسه کړئ.