کله چې لمر لویږي، ښایسته څراغونه او د لمر په څیر ډیزاینونو ټوله کوڅه او لارې روښانه کوي.
د قرآن کریم د تلاوت غږ په سړکونو کې اوريدل کيږي، او د شاوخوا ۷۰ خواړو سټالونو جوړوونکي خپل خواړه نندارې ته وړاندې کوي
سږ کال د سوریې او ترکیې زلزلې قربانیانو لپاره د بسپنې راټولولو چارې هم پر مخ وړل کيږي.
دا اصل کې د ډيرو اسټراليايانو باور څخه لرې په اسټراليا کې فعاله ځای دی چې د روژې مياشت پر ټولو شپو له يو ميليون څخه ډير کسان راجذبوي.
LISTEN TO

پاکستان کې نر ښځي وايي، هر کال ټوله روژه نيسي او ډير عبادتونه کوي
SBS Pashto
06:18
ياد ښارګوټۍ لکيمبا نوميږي چې د سيډني ښار جنوب لويديځ کې موقيت لري.
دا ښار شاوخوا ۱۷۰۰۰ اوسیدونکي لري، چې ۶۰ سلنه یې مسلمانان دي. مګر پدې مياشت کې اوسيدونکي يې تمه لري چې روژې دوران کې نړيوالو ښکلو خوراکونو لپاره له ۱.۲ ميليونو ډير خلک راجذب کړي

More than a million people are expected to attend Ramadan Nights Lakemba. Source: AAP / Steven Saphore
د د مارچ له ۲۱ څخه تر اپریل ۲۰ پورې د ماسپښین له ۴ بجو څخه تر شپې ۳ بجو پورې خلاص وي.