د نيوزيلند اصلي اوسيدونکې د ياد هيواد بهرنيو چارو وزيره وټاکل شوه

نيوزيليند کې د ليبر ګوند اکثريت سره ټاکنو ګټلو وروسته د ياد ګوند مشرې او لومړۍ وزيرې جسينډا ارډرن يوه بې سارې کابينه جوړه کړه.

Prime Minister Jacinda Ardern Announces New Cabinet

Newly-appointed Minister of Foreign Affairs Nanaia Mahuta speaks during a Labour press conference at parliament in Wellington on 2 November. Source: Getty Images AsiaPac

د نيوزيليند لومړۍ وزيرې جسينډا ارډرن ټاکنو کې برياليتوب وروسته د نيوزيليند اصلي اوسيدونکو (موري) څخه يې يوه ميرمن د ياد هيواد بهرنيو چارو وزيره وټاکله.

دا لومړۍ ځل دی چې د نيوزيليند بهرنيو چارو وزيره به پر مخ د اصلي خلکو خالونو يا ټاټو سره څرګنديږي.

د نيوزيليند بهرنيو چارو نوې وزيرې نانايا ماهوتا ويلي، د ياد هيواد کابينې کې ځای پيدا کول نوموړې لپاره ستر وياړ دی او لدې سره به د ياد هيواد اصلي اوسيدونکي ځان په حکومت کې شامله وګڼي.

د نيوزيليند ماليې پخوانۍ وزير چې همجنسباز دی د ياد هيواد لومړۍ وزيرې مرستيال په توګه وګومارل شو.

اغلې ارډرن خپل نوې کابينې وړاندې کولو دوران کې وويل، زمونږ کابينه کې ډول ډول کسان ځکه شتون لري چې مونږ ته ټاکنو کې هم ډول ډول کسانو رای راکړې.



نيوزيليند نوې ۲۰ کسيزه کابينه کې ۸ ښځې چې ۵ يې د ياد هيواد اصلي اوسيدونکي دي او درې يې پاسيفيک هيوادو سابقه لري او بيا درې نور وزيران همجنسبازان دي.
Nanaia Mahuta.
Ms Mahuta spoke to SBS News in August last year. Source: SBS News
لومړۍ وزيرې ارډرن وويل، نوې کابينې ټاکلو سره بايد مونږ ټول د خوښۍ احساس وکړو.


شریکول
خپور شوی 3/11/2020 په 3:49pm
لخوا Emma Brancatisano