څه بايد وشي ترڅو اسټراليا خپل سرحدونه پرانيزي؟
د اسټراليا حکومت د بيړني حالت له مخه د خپل سرحدونو بند ساتلو موده درې مياشتو لپاره وغځوله يعنې تر ۲۰۲۱ کال جون مياشت پورې به هيچاته له بهر څخه اجازه ورنکړي ترڅو پرته له ځانګړو شرايطو اسټراليا ته سفر وکړي.
د اسټراليا روغتيا ادارې وياند وايي، پداسي حال کې چې کوويډ-۱۹د نړۍ هيوادونو روغتيا ته خطرونه پيښ کړي، د اسټراليا حکومت تمه لري ترڅو اسټراليا ته راتلونکي بايد اسټراليايي ټولنې ته خطر پيښولو کچه ټيټه کړي او اړين ګامونه پورته کړي.
د اسټراليا حکومت وايي، يوازې واکسين د کرونا ويروس حل او يا پولو پرانيستې لپاره کافي نده.
ډاکټره فيونا ستاناوي په University of Sydney پوهنتون کې څيړونکې او د ساري ناروغيو پوهه ده. اغلې وايي ځيني فکتورونه شته چې د هغې له مخه کيدای شي اسټراليا خپل پولې پرانيزي.

Passengers walk to their flights at Sydney International Airport. Source: AAP Images/Lukas Coch
" د سرحدونو تړل د اسټراليايي ټولنې ډيرو برخو پر وړاندې د خطرونو کچې ټيټولو لپاره په پام کې نيول شوي."
"دا هم مهمه ده چې نورو هيوادونو کې د کوويډ-۱۹ حالت وارزول شي ترڅو وليدل شي هلته د نوو پيښو شمير څومره دی، او دويمه مهمه مسله په اسټراليا کې د واکسين شوو کسانو شمير دی چې وليدل شي په څومره شمير کسان اسټراليا کې واکسين شوي."
" دريمه مهمه مسله د واکسين موثريت يا ګټورتوب دی، دا هم بايد وخت سره وليدل شي چې آيا په رښتيا جوړ شوي واکسينونه اغيزمن تماميږي.
د بهرني سفر کولو بيرته پيليدل کله پيليږي؟
دا مهال نړۍ د کرونا ويروس له وجې له نا معلوم حالت سره مخ ده او دا به هم ستونزمن کار وي چې د نړيوال سفر کولو يوه نيټه وټاکل شي.
د سفر کولو خطر ارزونکې ادارې څخه اډريان ليچ وايي، داسې نه بريښي چې د ۲۰۲۲ کال لومړيو څلور مياشتو پورې به نړيوال سفر کولو ته اجازه ورکړل شي.
لدې وړاندې د اسټراليا روغتيا ادارې مشر برينډن مورپهي ويلي ول، اسټراليايان به تر بل کال يعنې ۲۰۲۲ پورې له اسټراليا څخه بهر سفر کولو اجازه ونه لري.
اسټراليا کې د بهرني سفر کولو لپاره له جولای مياشت څخه ټکټونه پرانيستل کيږي ولې اټکل کيږي چې سفر کولو اجازه به ۲۰۲۲ کال کې ورکړل شي.
د اسټراليا حکومت وايي، حال داچې د نړۍ پر نفوس بيلابيل واکسينونه کارول کيږي ولې د ياد واکسين چارو تطبيق څارل او داچې هيوادونو کې څومره کسان واکسين کيږي دا هم مهمه ده.
د روغتيا برخې پوهان وايي، اسټراليا به د ځينو هيوادونو پر وړاندې خپل پولې پرانيزي او دا به هغه هيوادونه وي په کوم کې چې د کرونا ويروس پيښې کمې دي.

Şimdiye kadar aşılanan Avustralyalı sayısı 100 bin civarında. Source: Getty Images (Photo by Behrouz Mehri / AFP / Pool/Anadolu Agency via Getty Images)
د واکسين پاسپورټ څه شئ دی او څنګه کار کوي؟
داچې خلکو ته بهر ته سفر کولو اجازه ورکړل شي، ډيرو هوايي شرکتونو اعلان کړی چې که چا واکسين نه وي ترلاسه کړی هغوی ته سفر کولو اجازه نه ورکوي. معنی داچې يو مودې وروسته يوازې هغه کس ته به الوتکه کې سفر کولو اجازه ورکول کيږي چاچې واکسين ترلاسه کړی وي.
دلته د واکسين پاسپورټ موضوع مطرح کيږي.
ځينو هيوادونو د واکسين پاسپورټ يا سند ورکولو خبر کړې چې دا به يا ډيجيټال وي او يا به يو سند شکل ولري.
"ډيجيټال سند به داسې وي چې تاسې يې خپل موبايلونو کې ثبت کولی شئ او يا به تاسو ته جلا پاسپورټ درکول کيږي ترڅو سفر کولو دوران کې يې له ځانسره ولرئ."
د اسټراليا روغتيا ادارې وياند وايي، اسټراليا کې د واکسين پاسپورټ يا سند جوړولو پر سر خبرې روانې دي.
د روغتيا نړيواله اداره به د روان کال می مياشت کې د واکسين پاسپورټ بڼې او کارونې تګلاره خپره کړي.
کله چې د روغتيا نړيواله اداره خپل تګلاره خپره کړي له هغې وروسته به د نړۍ هيوادونه د واکسين پاسپورټ جوړول او ويشل تطبيق کړي.
د هوايي چلند نړيواله ټولنه چې ۲۹۰ هوايي شرکتونه يې غړيتوب لري پر يو داسې سيسټم کار کوي ترڅو له مخه يې هغه سندونه يا پاسپورټ چک کړي کوم چې د يو کس واکسين کيدو پخلی وکړي.
نيوزيليند غواړي چې له سيدني ښار سره سفر کولو لپاره يو داسې اپليکيشن وکاروي کوم چې د واکسين شوو کسانو تصديق وکړي.
دا هر څه له هغه وروسته واضح کيدلی شي چې د واکسين ګټورتوب ښکاره او تاييد شي.
بله خوا ځينو هيوادونو کې د واکسين پاسپورټ پر وړاندې بيلابيل غبرګونونه ښودل کيږي، ځکه ځينو هيوادونو کې خلک انټرنيټ او ځيرک موبايلونو ته لاسرسی نه لري نو ځکه هغوی لپاره د واکسين پاسپورټ يا سند ترلاسه کول ګران کار دی.
آيا له بهر څخه راغلي کسان به هوټلونو کې قرنطين کيږي؟
اوس لپاره يې ځواب هو ده.
د اسټراليا روغتيا ادارې وياند وايي، اسټراليا کې د بهرنيو مسافرو قرنطين کيدل او هغوی په منظم ډول معاينه کول د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي کې تر ټولو مهم ګام بلل کيږي.
داچې واکسين برخه کې معلومات د اسټراليا حکومت لاس ته راځي او نړيوال معيارونه ټاکل کيږي نو له هغې وروسته کيدای شي اسټراليا خپل دا تګلاره بدله کړي.

Quarantining hotel guest at the Holiday Inn near the Airport are moved to a new location in Melbourne. Source: AAP
آيا له اسټراليا څخه وتلو يا اسټراليا ته راتګ لپاره ټکټونه وپيرم؟
د اسټراليا هوايي شرکت Qantas ويلي د روان کال اوکتوبر مياشت ۳۱ نيتې څخه به بهرني پروازونو ته اجازه ورکړي او په فعاليت به پيل وکړي. د اسټراليا حکومت هم پلان لري ترڅو يادې نيټې پورې د اسټراليا ډير شمير نفوس واکسين کړی وي.
ولې بله خوا کار پوهان وايي، لا تر اوسه ټکټونه مه اخلئ ځکه نړۍ کې حالت معلوم ندی چې کومې خواته ځي.