KEY POINTS:
- د AUKUS لاندې د اسټرالیا د سب میرین پروګرام تر ۲۰۵۰ کلونو پورې به ۳۵۸ ملیارد ډالر لګښت ولري.
- آسټرالیا مجبور دی چې په خپل خاوره به د اټومي کثافاتو سره معامله وکړي.
- د AUKUS مشرانو د آسټرالیا د سب میرین وړتیا لپاره لنډمهاله پلانونه اعلان کړل.
اسټراليا خپل د تاريخ تر ټولو ګران ولې مهم امنيتي تړون له انګلستان او امريکا سره لاسليک کړ.
د ياد تړون له مخه اسټراليا ته به اټومي اوبتل يا سب مرين ورکول کيږي ترڅو په سيمه کې اسټراليا خپل دفاع لپاره له هغې څخه کار واخلي.
د اسټراليا لومړي وزير انتوني البانیزي د ياد تړون لاسليک په مراسمو کې وويل، دا د استرالیا د دفاعي پالیسۍ لپاره د نوي سهار د راتګ دی."
لومړی وزیر، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د انګلستان لومړي وزیر ریشي سناک سره څنګ په څنګ ولاړ، د سه شنبې په ورځ د AUKUS تړون لومړی پړاو پرانستل چې دا لومړی په ۲۰۲۱ کال کې لاسلیک شوی وه.
دا تړون د استرالیا د اوبتلونو وړتیاوو لپاره يو ستر بدلون دی، او د هغې ترڅنګ اسټراليا پرت ښار کې به د انګلستان او امريکا جنګي کښتۍ او ځواکونه هم ځای پر ځای شي.

An artist's impression of what the AUKUS-class submarine will look like. Credit: Supplied by Defence.
نو څه اعلان شوي، څومره لګښت به یې وي، او دا پیسې په کومو نورو برخو مصرف کيدای شو؟
څه اعلان شوي؟
د اوږدمهاله سب میرین ظرفیت، او هم لنډمهاله ساتنه.
تر اتو پورې د انګلستان ډيزاين شوي سب میرینونه به د اسټراليا په خاوره کې له ۲۰۴۰ کال څخه توليد شي او د هغې ترڅنګ به اسټراليا د امريکا سيسټم باندې سمبال جنګي کښتۍ په هرو دريو کلونو کې توليد کړي.
دا چې دې ټولو لپاره ډېر وخت پاتې دی، نو درې واړو هېوادونو ځینې لنډمهاله اقدامات هم اعلان کړل.

استرالیا به د امریکا د ویرجینیا څخه درې سب میرینونه هم واخلي، په دې شرط چې د متحده ایالاتو کانګرس دا تصویب کړي. که داسې وي، دوی به تر ۲۰۳۲ کال پورې آسټرالیا ته ورسیږي.
سږکال به د استرالیا ځواکونه د متحده ایالاتو په اټومي ځواک لرونکي کښتیو کې روزنه پیل کړي ترڅو په خپلواکه توګه د ورته کښتیو چلولو ظرفیت لوړ کړي.
دا به څومره لګښت ولري؟
دا امنيتي تړون به د ۲۰۵۰ لسیزې تر نیمایي د اسټرالیا مالیه ورکونکو ته د ۲۶۸ ملیارد ډالرو څخه تر ۳۶۸ ملیارد ډالرو پورې لګښت ورلري. پدې اټکل کې د کښتیو جوړول او پایښت او ټول اړوند لګښتونه شامل دي.

دا د استرالیا د اټومي وړتیا لپاره څه معنی لري؟
ښاغلي بایډن په دې ټینګار کاوه چې سب میرینونه به اټومي ځواک ولري ، مګر اټومي وسله نه.
هغه د سه شنبې په ورځ وویل: "آسټرالیا یو ویاړلی غیر اټومي وسلو لرونکی هیواد دی او ژمنه یې کړې چې همداسې پاتې شي."