سميع الله عمري چې د اسټراليايي ځواکونو ژباړونکي په توګه يې دنده ترسره کړې وايي، د طالبانو له ويرې يې څو وارې کور بدل کړی.
يوازې عمري ندی چې له نا امنی او خپل ژوند ته خطر سر ټکوي بلکې لکه نور بې شميره ژباړونکي او هم د بهرنيو ځواکونو پخواني کار کوونکي له ورته حالت سره مخ دي.
سميع الله عمري کور ته څو وارې داسې ليکونه اچول شوي په کوم کې چې د مرګ ګواښونه شوې، بله خوا له عمري څخه خلک پوښتنه کوي چې خپل ژوند لږښت له کوم ځايه کوې د ښاغلي ځواب دروغ وي او هغوی ته وايي، شخصي کاروبار لرم او يا هم ساختماني شرکت کې کار کووم.
ښاغلي اس بي اس نيوز سره خبرو پر مهال وويل، داسې هم نشي کيدای چې تل لپاره همداسې پټ پاتې شو.
“ مونږ نشو کولی خپل کاري سابقه پټه کړو، ځکه هرڅه چې مونږ پخوا کړي هغه به زمونږ مخې ته راځي.
سميع الله دا مهال له امريکايانو سره کار کوي ولې ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۱ پورې نوموړي له ارزګان او کابل ځايي خلکو سره د اړيکو ټينګولو برخه کې مرسته کړې.
ښاغلی وايي، مونږ له اسټراليايي پوځيانو سره په ګډه ګزمې کړي او د هغوی او کليو خلکو ترمينځ مو ژباړې ترڅنګ افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه کې هم برخه اخيستې.

سمیعالله عمری (راست) با سربازان آسترالیایی و امریکایی در کابل Source: Supplied
“ مونږ له وسلو پرته پوځيان وو او همدې حالت کې مو له اسټراليايانو سره په سيمه کې مرسته کوله.“
۲۹ کلن سميع الله له بهرنيو ځواکونو سره له لسو کلونو ډيرې مودې لپاره کار کړی، اورپکي او ترهه ګر نوموړی همدې تجربې لپاره په نښه کوي.
طالبانو او نورې ډلې سميع الله او ورته کسانو ته د جاسون او خاين خطاب کوي.
ځيني افغان ژباړونکي له خپلو دندو وروسته وژل شوي
امريکا د روان کال سپټمبر مياشت پورې خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي بله خوا د اسټراليا ۸۰ پوځيان چې افغان ځواکونو لپاره د زده کړې ماموريت مخې ته وړي هغوی هم د روان کال سپټمبر مياشت پورې له افغانستان څخه ويستل کيږي.
هغه افغانانو چې له بهرنيو ځواکونو سره کار کړی کوښښ کوي ترڅو د ټولو ځواکونو له وتلو سره دوی هم له افغانستان څخه بهر شي ځکه دوی هلته د امنيت احساس نه کوي.
داسې ويل کيږي لکه سميع الله داسې لسګونه نور کسان هم شته کومو چې له بهرنيو ځواکونو سره کار کړی او خپلو ويزو ته په تمه دي ترڅو د اسټراليا کورنيو چارو وزارت لخوا طی مراحل شي.
سميع الله وايي، افغانستان کې حالت خرابۍ خواته روان دی.
“ هره ورځ هدفي وژنې کيږي، مونږ د تښتونو پيښې ګورو او چاودنې کيږي.“
سميع الله وايي، روان کال کې هره مياشت دوه ژباړونکي هدفي وژنو کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي، درې ورځې وړاندې پداسې حال کې چې يو ژباړونکي داسې حال کې ووژل شو چې هغه خپل ويزې پايلې ته انتظار کې وه.
احمد يو بل ژباړونکی دی چې له اس بي اس سره خبرو پر مهال خپل کورنۍ ته ورپيښ خطرونو يادونه کوي.
نوموړي اسټراليايي پوځيانو کمپ کې د خوړو په رستورانت کې کار کاوه.
ښاغلی وايي، زما موټر باندې يو ليک کيښودل شوی وه او زه يې له بهرنيو سره کار کولو لپاره ګواښلی وم.
احمد وايي، ياد ليک ترلاسه کولو وروسته ډير حيران وم او همداغه ورځ څخه مې موټر وپلوره او کار ته تګ وخت بدلولو ترڅنګ مې خپل کاليو بڼه هم بدله کړه.
ښاغلی وايي، له هرڅه ډير مې خپلو اولادونو خونديتوب ته انديښمن يم، ځکه دې اولادونه لرم او ځان نه ډير هغوی ته انديښمن يم.
احمد او نور افغان ژباړونکي د بهرنيو ځواکونو وتلو اعلان څخه وروسته په ويره کې ژوند کوي.

احمد با یک سرباز بریتانیایی در افغانستان Source: Supplied
احمد ويره لري چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به تاريخ بيا تکرار شي او بيرته به کورني جګړې پيل شي.
ښاغلي وايي، هغه کسان چې له دولت او يا بهرنيو سره کار کړی کيدای شي هغوی د هدفي بريدونو قرباني شي.
افغان ژباړونکو لپاره د اسټراليا دولت ويزو پروګرام
هغه افغانانو چې افغانستان کې اسټراليايي ماموريت کې يې له هغوی سره مرسته کړې کولی شي د Lee (locally engaged employees) پروګرام له مخه اسټراليايي ويزې ته غوښتنليک ورکړي.
له ۲۰۱۳ کال راهيسې، د اسټراليا دولت له ۱۲۰۰ څخه ډيرو افغان ژباړونکو او د هغوی کورنيو ته يادې پاليسۍ له مخه ويزې ورکړي.
سميع الله او احمد دواړه منل شوي ترڅو اسټراليايي ويزې ته غوښتنليک ورکړي ولې دوی وايي، د غوښتنليک طی مراحل پروسه ډيره ورو روانه ده.
افغانستان کې ايسار له ۴۰ ډيرو افغان ژباړونکو اسټراليايي ويزې لپاره غوښتنليک ورکولو وروسته له اسټراليا فدرال حکومت څخه غوښتي ترڅو دې د هغوی غوښتنليکونه له سپټمبر مياشت څخه مخکی طی مراحل کړي.
اسټراليا حکومت ته استول شوي ليک يوه کاپي اس بي اس نيوز هم ترلاسه کړې او په ليک کې ژباړونکو راتلونکي په اړه ژوره انديښنه څرګنده کړې.
د اسټراليا نشنل پوهنتون کې د بين المللى امنيت او استخباراتو برخې ښوونکی جوهن بلاکسلينډ وايي، د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتلو سره داسې بريښي چې په تاوتريخوالي کې ډيروالی راشي او هغه کسانو چې له بهرنيو سره کار کړی هغوی به له ريښتيني خطر سره مخ شي.
د اسټراليايي ځواکونو پخوانی قومندان جيسون سکان وايي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې ايسار افغانانو ته به لا ډير ستونزمنه شي ترڅو د LEE پروګرام له لارې اسټراليا کې پناه واخلي.
ښاغلی وايي، کله چې اسټراليايان له افغانستان څخه بهر شي نو بيا ژباړونکي نشي کولی ترڅو په اسانۍ له هغوی څخه ليکونه او يا سرټفيکيت ترلاسه کړي.
ښاغلی وايي، که چيرې طالبانو ته واک ورکړل شي او هوايي ډګر کې حضور پيدا کړي نو بيا کيدای شي د ژباړونکو وتلو مخه ونيسي.
پروفيسر پلاکسلينډ وايي، د اسټراليا وجداني دنده ده ترڅو له هغو کسانو سره مرسته وکړي کومو چې له دوی سره په لومړی کرښه کې کار کړی.
“ مونږ بايد له بيوکراسۍ تير شو، پروتوکولونه شاته پريږدو او له ژباړونکو سره مرسته وکړو.
مونږ بايد د مرستې لاس هغو کسانو ته ورکړو کومو چې له مونږ سره مرسته کړې او دا مهال خطر کې دي.“
د ليبر ګوند پر حکومت غږ کړی ترڅو چې ژباړونکو ويزو طی مراحل چارې ګړندۍ کړي.
د اسټراليا مخالف ګوند (ليبر) دفاع چارو وياند برينډن او کارنر وويل، اسټراليا هغو کسانو پر وړاندې د پالنۍ مسوليت لري کومو چې له دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی.
د اسټراليا دولت وياند اس بي اس ته استول شوي ليک کې ويلي، په کال ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د افغان ژباړونکو ويزې طی مراحل پروګرام اسټراليا لپاره لومړيتوب لري.
“ د اسټراليا بشري پروګرام کې د اسټراليايي ځواکونو پخوانيو کار کوونکو ويزې پروګرام يا LEE طی مراحل ته تر ټولو ډير لومړيتوب ورکول کيږي، ولې غوښتنليک ورکوونکي بايد د روغتيا، کرکټر، او ملي امنيت شرايط پوره کړي.
د ژباړونکو خونديتوب لپاره په رپوټ کې د ژباړونکو نومونه بدل شوي.