مهم ټکي
تاسو باید د اسټرالیا تابعیت ولرئ او لږ تر لږه ۱۸ اوسئ کلن چې رایه ورکړئ
تاسو کولی شئ آنلاین نوم لیکنه وکړئ یا د کاغذ فورمه ثبت کړئ.
د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون (AEC) ویب پاڼه په نورو ژبو هم معلومات وړاندې کوي، او په انګليسي ژبه هم لارښود شتون لري چې په اسانۍ لوستل کیږي.
فدرالي ټاکنې یو فرصت دی چې د آسټرالیا د راتلونکي حکومت د ټاکلو لپاره د رایې ورکولو له لارې خپل نظر ولرئ.
ایا زه د نوم لیکنې وړ یم؟
که څه هم رایه ورکول د ډیری استرالیایانو لپاره اجباري دي، تاسو باید لومړی خپل وړتیا وګورئ.
د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون (AEC) ویاند ایوان ایکین سمیټ تشریح کوي."هر هغه څوک چې د آسټرالیا تبعه وي او ۱۸ کلن یا ډیر عمر لري د نوم لیکنې او رایې ورکولو وړ دی ،"
"مګر که تاسو غواړئ رایه ورکړئ نو تاسو باید نوم لیکنه وکړئ."
د AEC په وینا، نږدې 400,000 نوي د اسټرالیا اتباعو د دې ټاکنیز دورې په جریان کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې.
کله باید نوم لیکنه وکړم؟

Voting Centre Source: AEC
محمد الخفاجي، د آسټرالیا د توکمیزو ټولنو د فدراسیون (FECCA) رییس وايي."موږ ټول نوي استرالیایان هڅوو چې څومره ژر چې دوی وړ شي يعنې د اسټراليا تابعيت ترلاسه کړي او يا هم ۱۸ کلن شي نو بايد نوم لیکنه وکړي ترڅو دوی وکولی شي د آسټرالیا په راتلونکي جوړولو کې برخه واخلي ."
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه معمولا یوه اونۍ وروسته له هغې چې د ټاکنو نیټه اعلان شي وي.
که تاسو دمخه نوم لیکنه کړې وي، بيا یوه اونۍ هم لرئ ترڅو خپل معلومات تازه کړئ "مګر تاسو اړتیا نلرئ د ټاکنو اعلان ته انتظار وکړئ ،"
زه څنګه نوم لیکنه وکړم؟
تاسو کولی شئ د ساده آنلاین فارم په کارولو سره نوم لیکنه وکړئ. تاسو حتی کولی شئ د خپل سمارټ فون په کارولو سره نوم لیکنه وکړئ.
aec.gov.au ته لاړ شئ.
که تاسو غوره ګنی چې د کاغذ فورمې له لارې نوم ليکنه وکړئ نو د نوم لیکنې فورمې د AEC په هر دفتر کې شتون لري، یا تاسو کولی شئ ۱۳۲۳۲۶ شميرې ته زنګ ووهئ ترڅو د بریښنالیک له لارې يې ترلاسه کړئ.
د پيژندنې اسناد لکه د اسټرالیا پاسپورټ، د موټر چلولو جواز یا د تابعیت سند.
که تاسو د پیژندنې کوم اسناد نلرئ، یا مو له لاسه ورکړې وي، نو دا مهمه ده چې لدې مخکې يې د ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ.
د پیژندنې اسنادرو ترلاسه کول کيدای شې ځينو سيمو کې تر څلورو اونيو پورې وخت ونيسي.
ایا زه اړتیا لرم چې د هر ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړم؟

Source: AEC
یوځل چې تاسو د ټاکنو په لیست کې شامل شئ تاسو کولی شئ په راتلونکي کې په هر فدرالي ، ایالتي یا محلي حکومت ټاکنو کې رایه ورکړئ.
نو دا اړینه ده چې تاسو خپل معلومات تازه وساتئ.
تاسو یوه اونۍ وروسته له دې چې د ټاکنو نیټه اعلان شوه ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو معلومات يعنې اوسيدو ادرس او نور تازه او په وخت دي.
د ټاکنو ادارې وياند وايي، " دا مهمه ده چې هرکله چې تاسو کور پریږدئ یا خپل نوم بدلوئ، تاسو خپل توضیحات تازه کړئ ځکه تاسو ته ليکونه استول کيږي او بايد خپل سيمه کې رای ورکړئ."
په ساده ډول aec.gov.au ته لاړ شئ او هر ډول تازه معلومات مو هلته وليکئ.
که تاسو ډاډه نه یاست چې آیا تاسو دمخه د ټاکنو په لیست کې یاست، aec.gov.au/check ته لاړ شئ یا ۱۳۲۳۲۶ تلیفون وکړئ.
سرچینې تاسو سره د نوم لیکنې کې مرسته کوي.
په آسټرالیا کې د AEC او ټولنې ملاتړ خدمتونه دواړه سرچینې له تاسو سره مرسته کوي ترڅو د لومړي ځل لپاره رایه ورکړې وخت کې ستونزو سره مخ نشئ.
ښاغلی الخفاجي وايي: "موږ باید پوه شو چې ځینې خلک له هغو هېوادونو راغلي، چې د رایې ورکولو مخه یې نیول شوې ده، يعنې رای ورکولو سره اشنايي نه لري."
"نو دا د ذهنیت بدلون دی. موږ اړتیا لرو چې ډاډ ترلاسه کړو چې کله دوی رایه ورکوي د باور احساس وکړي او بل مهم داچې د دوی رایې شمیرل کیږي او د دوی لپاره هیڅ ډول ډار یا کومې بدې پایلې شتون نلري."
د AEC په ویب پاڼه کې د وړتیا او نوم لیکنې لارښوونې شاملې دي، دا معلومات پر نورو ژبو هم ليکل شوي.
برسېره پردې، د AEC ویب پاڼه د ' لوستلو لارښود' وړاندې کوي چې په ساده انګلیسي ژبه او انځورونو په کارولو سره لیکل شوي.

Source: AEC
محلي څو کلتوريز سازمانونه خپلو ټولنو ته د رسیدو په برخه کې خورا ډير کار کوي، دوی هڅه کوي ترڅو د هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له سيسټم سره نا اشنا ندي.
د MRCTas ویب پاڼه د Soundcloud له لارې هم معلومات چمتو کوي ترڅو خلک د دوی په ژبه د ریکارډونو په اوریدلو سره د رایې ورکولو د نوم لیکنې په اړه زده کړه وکړي.
که زه د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه ونه کړم نو څه به کيږي؟
په رایه ورکولو کې پاتې راتلل د جریمې پایله لري. رایه ورکول اجباري دي، مګر تر ټولو مهم، په یاد ولرئ چې که تاسو نوم لیکنه نه کوئ نو تاسو به د خپلې رای کارولو څخه محروم شئ.