'زه ستړی شوی یم': د لویدیځې آسټرالیا لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه

د لویدیځې آسټرالیا لومړي وزیر د خپلې دویمې دورې له پای ته رسېدلو مخکې استعفا ورکړه

A man wearing a suit and tie who is speaking.

د لویدیځې آسټرالیا لومړی وزیر، مارک مک‌ ګوون Source: AAP / Richard Wainwright

د لویدیځې آسټرالیا لومړي وزیر، مارک مک‌ ګوون په یو ناڅاپي ډول سره د خپلې دویمې کاري دورې په نیمایي کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ښاغلی مک‌ ګوون چې ۵۵ کاله عمر لري، نن یې د یوه خبري کنفرانس پرمهال دغه اعلان وکړ.

هغه وایي: " زما د ستونزو د حل کولو، پریکړې کولو، د پایلو ترلاسه کولو او خلکو سره د مرستې ننګونې خوښېدلې."

"مګر حقیقت دا دی چې زه ستړی یم، ډیر ستړی یم، په حقیقت کې، زه ستړی شوی یم."
A man, his wife, and their children posing for a photo.
د لویدیځې آسټرالیا لومړی وزیر، مارک مک‌ ګوون د ځپلې کورنۍ له غړو سره Source: AAP / Richard Wainwright
ښاغلی مک ګوون زیاتوي، ډاډه دی چې د کارګر ګوند به په راټلونکو ټاکنو کې هم بریالی اوسي. مګر هغه دومره انرژي نلري چې د لومړی وزیر په توګه دندې ته دوام ورکړي او په راتلونکو ټاکنو کې مبارزه وکړي.

د آسټرالیا لومړی وزیر، آنتوني البنیزي وايي چې له ښاغلي مک ګوون سره یې ټليفوني خبري کړي‌ او مبارکي یې ورکړې ده.

ښاغلی البنیزي وايي: "هغه د خپل ویاړلي ایالت پیاوړی لومړی وزیر، د لویدیځې آسټرالیا لپاره د کارګر ګوند غیر معمولي مشر او یو باوري ملګری و."
تر اوسه پورې د نوموړي ځای ناستی ندی ټاکل شوی، مګر د لومړي وزیر مرستیال راجر کوک، د روغتیا وزیره امبر جیډ سنډرسن او د ټرانسپورټ وزیره ریټا سیفيوټي له مخکښو نوماندانو څخه دي.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 29/05/2023 په 6:33pm
سرچینه: AAP