مهم ټکي:
- د روان په کال په وروستیو کې په ټولپوښتنه کې د رایې ورکولو لپاره له ۱۷ ملیونو څخه ډېر آسټرالیا راجستر شوي دي.
- د مشرانو جرګې لخوا د ټولپوښتنې قانون تصویب، د رایې ورکولو لپاره د یوې ثابتې نیټې ټاکلو پروسه پیلوي.
- د ټولپوښتنې نېټه باید د دوو او شپږو میاشتو ترمنځ و ټاکل شي.
د آسټرالیا مشرانو جرګې، په 'پارلمان کې د بومیانو غږ' ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړه. د دغه قانون تصویب پدې معنی دی چې حکومت باید په راتلونکو ۶ میاشتو کې ټولپوښتنه په لاره واچوي.
پارلمان د جون په ۱۹ نېټه د ټولپوښتنې پر وړاندې وروستی خنډ لرې کړ، اوس د آسټرالیا خلکو پورې تړاو لري چې غواړي غږ ته - کوم چې د اولورو اعلامیې یوه مهمه غوښتنه وه مثبت یا منفی رایه ورکوي.
هغه کمپاینران چې غواړي ټولپوښتنې ته مثبت (هو) رایه ورکړل شي وايي، د پارلمان کار نور پای ته رسېدلی او پکار ده ترڅو په اساسي قانون کې د بدلون لپاره مهمه بحثونه پیل شي.
د بومي آسټرالیایانو د چارو وزیره، لیندا برنی وايي، دغه پرمختګ آسټرالیا په اساسي قانون کې د بومیانو پېژندلو ته "یو ګام نږدې" کوي او یو "لوی هیواد حتی نور هم لویوي".
هغه وايي: "کار پیل شو... نن ورځ سياسي بحث پای ته رسېږي. نن موږ کولای شو د ټولنې په کچه ملي خبرې اترې پيل کړو."
" له ډیرې مودې راهیسې، اصلي آسټرالیایان په دوامداره توګه د غیر اصلي آسټرالیا په پرتله په ډېر خراب حالت کې دي ... دا یو مات شوی سیسټم دی. او غږ د دې د حل لپاره زموږ ترټولو غوره چانس دی، ځکه کله چې موږ په سیمه کې خلکو ته غوږ نیسو او له ځایي خلکو سره مشوره کوو، دوی غوره پریکړې کوي او غوره پایلې ترلاسه کوي."
لیبر ګوند ټینګار کوي چې 'غږ' به یو خالص مشورتي ارګان وي، دا به د آسټرالیا اصلي اوسیدونکو ته فرصت ورکړي ترڅو پارلمان او حکومت ته په هغو مسئلو کې مشوره ورکړي چې په ځانګړي توګه پر دوی اغیزه لري.
مګر ځینې منتقدین ادعا کوي چې دا وړاندیز له قانوني خطرونو ډک دی، او نور وايي چې دا ځایی خلکو ته کافي ځواک نه ورکوي.
دا په آسټرالیا کې په نږدې نیمه پیړۍ کې لومړۍ ټولپوښتنه ده چې د قانون له تصویب وروسته باید له دوو څخه تر شپږو میاشتو پورې ترسره شي.
د ټولپوښتنې نیټه، لومړي وزیر انتوني البنیزي پورې اړه لري، چې تمه کیږي د دې کال په اکتوبر کې د ټولپوښتنې لپاره نیټه وټاکي.
هغه وايي:"دا په ژوند کې یو ځل فرصت دی ترڅو زموږ لوی ملت نور هم لوړ کړي."

Independent Senator Lidia Thorpe reacts after the passing of the Voice to Parliament in the Senate chamber at Parliament House. Source: AAP / Lukas Coch
"دا د کارونو د ښه ترسره کولو لپاره یو فرصت دی، د دې پرځای چې د آسټرالیا بومیانو ته کارو وکړو، پکار ده ترڅو د آسټرالیا له بومیانو سره یوځای بدلون راوړو."
لا ډېر ولولئ

د اسټراليا هيواد منلو دود په پښتو ژبه
ائتلاف د ټولپوښتنې لایحې ته مثبت رایه ورکړه
سره لدې چې آئتلاف د حکومت لخوا د غږ را منځ ته کولو له لایحې سره مخالفت درلود خو بیا یې هم مثبت رایه ورکړه.
د لیبرال ګوند سناتوره، میکالیا کیش استدلال کوي چې ټولپوښتنې ته مثبت رایه به د آسټرالیا اساسي قانون په "نه بدلیدونکي" ډول بدل کړي او کارګر یې تورن کړ چې د "تقسیم کونکې" ادارې په اړه کافي توضیحات نه ورکوي.
هغه وايي: "[مګر] موږ د دې ملت په خلکو باور لرو او د دوی حق دی چې په دې مسئله کې خپل نظر ولري."
"دا نامعلومه، ویشونکی، او دایمي دی. که تاسو نه پوهیږئ چې غږ څنګه کار کوي، زما عاجز نظر دا دی: رایه مه ورکوئ."

Ms Burney, seated left, was present for the debate. Source: AAP / Lukas Coch
هغه وايي:"لومړی وزیر له موږ څخه غواړي ترڅو په پټو سترګو په هغه باور وکړو، سپین چک لاسلیک کړو او اجازه ورکړو ترڅو له خطر څخه ډک وړاندیز د تل لپاره په قانون کې ځای پر ځای شي، پداسې حال کې چې نشي کولای د هغه ضمانت وکړي."
په همدې حال کې، د آپوزیسیون یو شمېر سناتورانو د دې قانون خلاف رایه ورکړې ترڅو دوی وکولی شي په فعاله توګه د ریفرنډم ضد کمپاین کې برخه واخلي او د دوی عکسونه د ریفرنډم ضد پاڼو کې د رایې ورکوونکو ترمنځ وویشي.

Minister for Indigenous Australians Linda Burney poses for a photo with 40 members of Jawun at Parliament House in Canberra. Source: AAP / Mick Tsikas
لیډیا تورپ چې په خپله هم بومي ده او په وېکټوریا ایالت کې زېږېدلې، د دوشنبې ورځ یې "د یوځای کیدو ورځ" په توګه بیان کړه او په آسټرالیایانو یې غږ وکړ چې ټولپوښتنه بایکاټ کړي.
آغلې تورپ په سنا کې د خپرو پرمهال دا قانون "په تابوت کې د وروستي میخ " په توګه تشریح کړ ، مګر لاهم څرګنده نده چې هغه به پخپله ریفرنډم کې مثبت یا منفی رایه ورکړي.
هغه وايي: "زه به دې نظر ته 'نه' رایه ورکړم ځکه چې موږ ته هیڅ ځواک نه راکوي."
" زه د هغه څه ملاتړ نشم کولی چې زما خلکو ته واک نه ورکوي. زه د هغه څه ملاتړ نشم کولی چې د هغه چا لخوا غوره شوی وي چې په واک کې وي."

Independent senator Lidia Thorpe reacts during debate on the Voice to Parliament in the Senate chamber at Parliament House. Source: AAP / Lukas Coch
د غلا شویو نسلونو په اړه د ون نیشن سناتورې پولین هینسن له جنجالي څرګندونو وروسته ، د کارګر سناتور مارندیري مک کارتي د راتلونکي ریفرنډم په اړه د خبرو د لهجې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
سناتورې هنیسن له آسټرالیایانو غوښتنه کړې ترڅو له ځان څخه پوښتنه وکړې چې ولې د یوه نسل غلا ترسره شوې، او ادعا یې کړې که چېرې دا ماشومان د دوی له کورنیو څخه نه وای اخیستل شوي ، دوی به ژوندي نه و.

Senator McCarthy conceded concern over the tenor of the debate, just moments after Pauline Hanson's (pictured) comments. Source: AAP / Lukas Coch
آغلې مک کارتي وايي: "کله چې زه د ځینو څرګندونو په اړه اورم چې ترسره کیږي، زه یو څه اندیښمنه کېږم."
"زه بیا هم له آسټرالیایانو څخه غواړم چې ژور فکر وکړي، د دې خبرو اترو په جریان کې د دوی غوره اړخ ته غوږ ونیسي او د درناوي په کچه یې وساتي."
د اساسي قانون د بدلون وروستی ټولپوښتنه په ۱۹۹۹ کې د استرالیا د جمهوریت په توګه ترسره شوه. دا پدې مانا ده چې د ۴۲ کلونو څخه کم عمر لرونکو آسټرالیایانو هیڅکله په ټولپوښتنه کې رایه نه ده ورکړې.
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له