Breaking

د ويکټوريا ايالت اوسيدونکي له چهارشنبې وروسته د يو بل کورونو او هم عبادت ځايونو ته تللی شی

د اسټراليا ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډانيل انډريوز نن اعلان وکړ چې له سبا شپې څخه به د ويکټوريا ايالت اوسيدونکي وشي کولی ترڅو ۵ کسان په يو وخت کې د بل کور ته لاړ شي.

Victorian Premier Daniel Andrews

Victorian Premier Daniel Andrews Source: AAP

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې له سبا شپې وروسته به خلک وشي کولی ترڅو ۵ کسانو په شمير خپلو فاميلونو او دوستانو کورته تګ راتګ پيل کړي.

ويکټوريا ايالت وايي، چې خپل له کور څخه وتلو لپاره پينځم دليل هم وړاندې شو، معنی داچې خلک له يو بل سره تګ راتګ پيلولی شي.

لدې وړاندې ويکټوريا ايالت کې به خلکو، زده کړې، ضروري توکو اخيستلو، ورزش لپاره بهر وتلو اجازه درلوده ولې لدې وروسته به خلک خپلو دوستانو کورونو ته د تګ اجازه هم ولري.

دا نوي تدابير به د می مياشت ۳۱ نيټې پورې پر مخ اچول کيږي او له هغې وروسته به پريکړه کيږي چې ايا دا بنديزونو ډيره کې لري شي او يا ځيني پر خپل ځای پاتې شي.
ويکټوريا ايالت کې په تيرو دوو اونيو کې ۱۶۰ زره کسان کرونا ويروس لپاره معاينه شوي او په معاينه شوو کسانو کې ۳۰ داسې مثبتې پيښې ليدل شوي کومو چې هيڅ د کويډ-۱۹ نښې نه لرلې.

ويکټوريا ايالت کې به له چهارشنبې ورځ څخه خلک وشي کولی چې ۱۰ کسانو ګروپي ناستې وکړي، کب نيولو او هم ګروپي لوبو يا قدم وهلو ته لاړ شي.

ويکټوريا کې د باندې جنازو مراسمو کې ۲۰ او داخلي مراسمو کې بيا ۳۰ کسان ګډون کولی شي.

يو وخت کې لس کسان کولي شي عبادت ځايونو کې سره راټول شي.

د ويکتوريا ايالت صدر اعظم وويل، د ماشومانو ښوونځي ته بيرته تګ پلان به نږدې راتلونکې کې جوړ او نورو سره شريک شي او تر هغه وخت پورې ماشومان به له کورونو څخه زده کړې کوي.

 

دا نوي تدابير به د مې مياشت ۳۱ نيټې پورې عملي کيږي.

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي او د کورنۍ له غړو پرته له دوو څخه زیات کسان یوځای نشي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ. د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته کولای شئ تاسو په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ.


شریکول
خپور شوی 11/05/2020 په 12:55pm
اپډیټ شوی 11/05/2020 په 1:14pm