د اسټراليا ويکټوريا د عامې روغتيا مشر بريت ساتون نن خبريالانو سره خبرو دوران کې خپلو هغو څرګندونو لپاره بښنه وغوښته په کوم کې چې د کرونا ويروس نوو پيښو په اړه يې د افغان کورنيو ذکر وکړی وه.
ښاغلي د روانې اونۍ دوشنبې په ورځ د ملبورن ښار جنوب ختيځ سيمه کې د ټولنې غړو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد پر مسلې له رسنيو سره خبرې کولی او خپلو خبرو کې يې د نوو پيښو تر شا د څو کلوتوريزې ټولنې يادولو سره د افغان وګړو يادونه هم وکړه.
د ښاغلي ساتون يادو څرګندونو په ځواب کې افغان ټولنې مشرانو کلک غبرګون وښود او يوه ګډه اعلاميه يي خپره کړه په کوم کې چې د يادو څرګندونو خلاف د ټولنې مشرانو کلک دريځ غوره کړ.
ښاغلي ساتون نن شنبه (سپټمبر ۱۹) خبرې غونډې پرانيستې دوران کې خپلو تيرو څرګندونو لپاره له افغانانو په پښتو او دري ژبه بښنه وغوښته او ويويل، دده د خبرو مقصد دا نه وه چې افغان ټولنه نا راحته کړي.
د روانې اونۍ پيل کې کله چې ښاغلي ساتون رسنيو سره خبرو دوران کې د افغان ټولنې نوم ياد کړ نو له هغې وروسته ډيرو رسنيو بيا خپل د رپوټونو فوکس پر افغان ټولنې کړ او د نوو پيښو پړه يې هم ډيره کې پر افغان ټولنې اچوله.
ښاغلي ساتون نن خبريالانو سره خبرو دوران کې وويل. "له افغان ټولنې خپلو تيرو څرګندونو لپاره بښنه غواړي"
ويکټوريا ايالت کې د افغانانو ټولنو مشرانو د يادو څرګندونو خلاف غږ پورته کړ او دا عمل يې يو توپيري چند وباله.
ښاغلي ساتون نن خبريالانو ته وويل، د افغان ټولنې نوم اخيستلو تر شا يې کوم غلط مقصد نه وه او حال داچې ښاغلي ساتون په افغانستان کې څو وارې رضا کاره کار کړی او افغان ټولنې سره مينه او هم ورته درناوی لري، خپلو دې څرګندونو لپاره يې بښنه وغوښته.
"زه پوهيږم چې افغان ټولنه به دا احسان کوي چې زما تيرو څرګندونو سره د هغوی د ټولنې نوم ياد شوی ولې دا زما مقصد نه وه او دې لپاره زه له ټولو افغانانو بښنه غواړم."
ويکټوريا ايالت کې د افغانانو ټولنې د ښاغلي ساتون څرګندونو په اړه خواشيني او هم نا هيلي څرګنده کړه. ويکټوريا ايالت کې د افغانانو ټولنو ويانده زاهده پوپل ويلي، د ويکټوريا حکومت لخوا په نورو سيمو کې د کرونا ويروس پيښو ډيرالي وروسته د کوم ځانګړې ټولنې او يا هيواد يادونه نده کړې
اغلې پوپل پر روغتيا چارواکو غږ کړی ترڅو د کرونا ويروس وبا دوران کې خپل دريځ او يا څرګندونو برخه کې له احتياط څخه کار واخلي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.
په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: