ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس لمن کې دی او ورځ تر بلې نوو پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي، ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۲ نوې پيښې ثبت کړې.
د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوس وويل، شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور يې د روغتون عاجلي څانګې کې درملنې لاندې دي.
"که تاسې د ناروغۍ احساس کوئ کار ته مه ځئ" دا هغه ساته پيغام دی چې د ويکټوريا ايالت حکومت يې خلکو ته ورکوي او ورڅخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
د ويکټوريا ايالت حکومت ځينو سيمو کې د کرونا ويروس پيښو پر ډيريدو انديښنه ښايي او يادو سيمو کې ډيرې داسې دي چيرې چې پښتانه د زرګونو په شمير اوسيږي.
ډينډينانګ له هغو وړو ښارګوټو دی په کوم کې چې ورځ تر بلې د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي.
Casey, Greater Dandenong, Frankston MonashWhittleseas, Brimbank, Moreland ښارګوټو کې تر نورو ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي او يادو سيمو کې حالت کابو نه بريښي او لا نور ډير کسان پر کرونا ويروس اخته کيدلی شي.
ويکټوريا ايالت کې د زړو کسانو ساتنې مرکزونو کې هم د کرونا ويروس پيښې په ډير شمير ثبت شوي او د چارواکو په وينا يادو مرکزونو کې حالت ښه نه بريښي.