Breaking

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۷۵ نوو پيښو سره چارواکي د دويمې څپې خبرداری ورکوي

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې کرونا ويروس مثبتې پيښې يو ځل بيا په ډيريدو دي او ۷۵ نوو پيښو سر ياد ايالت کې ټولې مثبتې پښې ۲۰۹۹ ته ورسيدې.

How a mosque in Melbourne helped combat Corona through food and videos

How a mosque in Melbourne helped combat Corona through food and videos Source: Getty

 

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې نن د روغتيا چارواکو له مياشتو وروسته د ډيرو مثبتو پيښو خبر ورکړ.

ويکټوريا ايالت کې د روغتيا چارواکي وايي، د ټولنې خلکو ترمينځ د ياد ويروس ليږد د انديښنې وړ ده او لدې مخکې چې حالت کابو شي د ياد ايالت اوسيدونکي به د لا بدو ورځو شاهده وي.

ويکټوريا ايالت کې تر يکشنبې ماښام پورې د کرونا ويروس ۷۵ نوې پيښې ثبت شوي. د کرونا ويروس وبا له پيل څخه تر دې دمه په يوه ورځ کې د دومره ډيرو پيښو ثبتول څلورمه پيښه ګڼل کيږي.

ياد ايالت کې د کويډ-۱۹ تازه پيښو شمير ته په کتو او ۱۳ ورځو راهيسې پرله پسې نوو پيښو کې ډيروالي ښايي چې ياد ايالت کيدای شي دويمې څپې ته لاړ شي.

ويکټوريا ايالت کې د روغتيا برخې مشر بريټ ساټون وايي، نوې شميرې د انديښې وړ دي.

"حالت لدې څخه نور بدتره کيږي مخکې لدې چې مونږ د ښه کيدو شاهده اوسو"

ويکټوريا ايالت کې اوسيدونکو ته ويل شوي، که چيرې زکام ورته ناروغي، لکه د پوزې بهيدل، د ستونې درد، تبه او داسې نورې نښې په ځان کې ګورئ نو د کويډ-۱۹ معاينه وکړئ او تر هغه له نورو سره فاصله غوره کړئ ترڅو مو چې د معاينې پايله نه وي معلومه شوې.

 

Victoria’s Chief Health Officer Brett Sutton
Victoria’s Chief Health Officer Brett Sutton Source: AAP
د ويکټوريا ايالت په شپږو ښوونځيو کې هم د کرونا ويروس مثبتې پيښې ريکارډ شوي او ياد ښوونځي تړلو وروسته بشپړ ډول سره پاک شوي.

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن هم ياد ايالت کې د نوو پيښو په انديښنه څرګنده کړې.

ويکټوريا ايالت کې ډيري نوې پيښې په ځوانانو کې موندل شوي او يادو کسانو د کويډ-۱۹ لږې او يا هيڅ نښې ندي لرلي.

چارواکي وايي، کيدای شي ځوانان له کويډ-۱۹ څخه ډير بيمار نشي ولې دوی کولی شي دا ويروس خپلو والدينو ته وليږدوي او د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.




 

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 

 

 


شریکول
خپور شوی 29/06/2020 په 3:26pm