Breaking

اسټراليا کې د کويډ-۱۹ وبا له پيل راهيسې ويکټوريا ايالت تر ټولو ډيرې پيښې ثبت کړې

ويکټوريا ايالت کې پر کرونا ويروس د ۲۸۸ نوو کسانو اخته کيدو سره د کرونا ويبا له پيل څخه د اسټراليا يو ايالت کې تر ټولو ډيرې پيښې ريکارډ کيږي.

Victorian Premier Daniel Andrews speak to media in Melbourne.

Victorian Premier Daniel Andrews speaks to the media. Source: AAP

د اسټراليا ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۸ نوې پيښې ثبت کړې چې لدې سره په اسټراليا کې د کرونا ويروس وبا له پيل څخه په يوه ورځ دومره ډيرې پيښې نه وې ثبت شوې.

د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوز رسنيو سره خبرو دوران کې وويل، ياد ايالت کې د کرونا ويروس لوړه څوکه او هم بحران راتلونکی دی.

"هر کله حالت له ښه کيدو مخکې لا نور خرابيږي".

ښاغلي انډريوز وويل، " د کويډ-۱۹ اخته کسانو شمير بايد لوړ شي او لوړيدو حال کې دي، مخکې لدې چې مونږ وشو کولی شميرې حالت کابو کړو او شميرې راټيټې کړو".

ملبورن ښار اوسيدونکو ته د مخ ماسک کارولو ويل شوي. 

د ماسک کارول جبري نده ولې ښاغلي انډريوز وويل، که چيرې فاصله نشئ مراعت کولی نو بيا ماسک وکاروئ.

تيره شپه د ملبورن ښار ډينډينانګ سيمه کې پوليسو ۱۶ کسان د کوربند قوانينو ماتولو لپاره داسې حال کې جريمه کړل چې دوی د زوکړې کليزه نمانځله.

پوليسو ۶ جنسي کار کوونکې هم د کور بند قوانينو ماتولو لپاره جريمه کړي.

ښاغلی انډريوز وايي، که چيرې ملبورن ښار اوسيدونکي پر لار ښوونو عمل ونه کړي نو شته کوربند به له ۶ اونيو لا نورې ډيرې مودې لپاره وغځوي.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې نيو ساوت ويلز ايالت ۱۴، ويسټرن اسټراليا ۳ ، کنبيرا ۱ او ناردرن تيروتيري ۱ پيښه ريکارډ کړه.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن پر اسټراليايي هوايي ډګرونو او هوټلونو بوج کمولو لپاره له بهر څخه د اسټراليايانو او دايمي ويزو لرونکو اسټراليا ته راتګ شمير کمولو اعلان وکړ.

لدې وروسته هره اونۍ له نيمايي لږ اسټراليايان له بهر څخه اسټراليا ته راتللی شي يعنې دا په يوه اونۍ کې ۴۰۰۰ لږ اسټراليايان به اسټراليا ته داخليدو اجازه ولري.

د حکومت نوو شميرو له مخه تيره يوه اونۍ کې ۲۸۰۰۰ اسټراليايان له بهر څخه اسټراليا ته راغلي او ډير لدوی څخه نيو ساوت ويلز ايالت کې په هوټلونو کې قرنطين شوي.
ملبورن ښار اوسيدونکي کوربند دي او يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلی شي، لکه کار، زده کړه، ورزش، د نورو ساتنه يا پالنه کول او يا ضروري توکې اخيستل.

اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولري. داچې تاسې په خپلو ايالتونو کې په څومره شمير راټوليدلی شئ خپل ايالت په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

که چيرې زکام ورته نښې په ځان کې ګورئ نو کور کې پاتې شئ او خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ ترڅو د کرونا ويروس لپاره تاسو ته معاينه برابره کړي، تاسې ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې ته هم زنګ وهلی شئ.

تاسې کولی شئ په ۶۳ ژبو معلومات له sbs.com.au/coronavirus څخه ترلاسه کولی شئ.

د ملبورن ښار دولتي اپارتمانو اوسيدونکي که د مرستې اړتيا لري نو ۱۸۰۰۹۶۱۰۵۴ شميرې ته دې زنګ ووهي او که ژباړونکي يا ترجمان ته اړتيا وي نو ۱۳۱۴۵۰ شميرې ته زنګ وهلی شي.

دا دواړي ځايونه ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.

 

 


شریکول
خپور شوی 10/07/2020 په 4:00pm
اپډیټ شوی 10/07/2020 په 5:52pm
سرچینه: SBS News