ويکټوريا ايالت کې ۱۱۲۶ کسان په کوويډ-۱۹ اخته شوي بله خوا نيو ساوت ويلز کې آزادي ډيره شوه

نوې شميرې داسې حال کې خپريږي چې له نن څخه په اسټراليا کې دريم ډوز واکسين( بوسټر شاټس) دواخانو او ډاکټرانو له لارې اسټراليايانو ته ورکول کيږي.

Visitors are seen at the reopening of the Sea Life Aquarium at Darling Harbour in Sydney, October 2021.

Fully vaccinated NSW residents can enjoy greater freedoms from Monday 8 November. Source: AAP

ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۱۱۲۶ نوې پيښې ثبت کرې او ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

بله خوا نن څخه نيو ساوت ويلز کې اوسيدونکو ته لا ډيرې نورې ازادی ورکړل شوې. دا پداسې حال کې ده چې نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس ۱۸۷ نوې پيښې او ۷ کسانو مړينه ثبت کړه. 

نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکي له نن څخه د لا ډيرو ازاديو څخه خوند اخلي.
له نن څخه په دوا خانو او هم ډاکټرانو سره د کوويډ-۱۹ دريم ډوز واکسين شتون لري او هغه کسانو چې خپل کوويډ-۱۹ واکسين دويم ډوز يې شپږ مياشتې مخکي اخيستی وي هغوی ته وړانديز کيږي ترڅو دريم ډوز واکسين هم واخلي.

د اسټراليامشر ډاکټر مرستياله سونيا بينيت وايي، د کوويډ-۱۹ دوه ډوزه واکسين تاسې له ناروغۍ خوندي ساتي بله خوا ځينې څيړنې ښايي، چې واکسين څخه د بدن دفاعي سيسټم لوړيدو وروسته دا وخت سره کميږي.

اغلې وايي، له ۱۸ کلنو څخه ډير عمر لرونکي کسان چې ۶ مياشتې مخکې يې د کرونا ويروس ضد واکسين دويم ډوز ترلاسه کړی وي خپل ډاکټر سره وخت اخيستلو وروسته دې دريم ډوز هم ترلاسه کړي.

نيو ساوت ويلز کې نوې ازادي

نيو ساوت ويلز کې يو غير واکسين شوی کس چې عمر يې ۳۰ کاله وه کوويډ-۱۹ له وجې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ياد کس پخوا کومه ناروغي نه درلوده.

نن دوشنبې څخه د نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکي لا نوره ازادي ترلاسه کړي.

دوه ډوزه واکسين شوي کسان په ډير شمير کې راټوليدلی شي او هم د ښوونځي زده کوونکي اجازه لري ترڅو په غونډو او نورو ځايونو کې سره راټول شي.

بهر ځايونو کې تر ۱۰۰۰ کسان راټوليدلی شي او لوبو ميدانو کې بيا ۱۰۰ سلنه کسان ګډون کولی شي.

د ښوونځي ماشومان غونډو کې برخه اخيستلی شي او هغه ښوونکي چې بشپړ واکسين شوي نه اوسي هغوی له دندو ګوښه کيږي.

نيو ساوت ويلز کې ۸۹.۸ سلنه کسان بشپړ واکسين شوي.

بله خوا نيو ساوت ويلز ايالت پارلمان ته ويل شوي چې شاوخوا ۴۹۰۰ ښوونکو د زده کړې ادارې سره خپل واکسين کيدو سند ندی شريک کړی معنی داچې دا ښوونکي به کار کولو ته نه پريښودل کيږي.

نيو ساوت ويلز کې غير واکسين شوي کسان به تر ډيسمبر مياشت ۱۵ پورې چې د نفوس ۹۵ سلنه په شرايطو برابر کسان واکسين شي انتظار وباسي ترڅو ازادي ترلاسه کړي.

 


شریکول
خپور شوی 8/11/2021 په 2:00pm
اپډیټ شوی 8/11/2021 په 2:02pm
سرچینه: AAP, SBS