ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۸۳۸ نوې پيښې ثبت کړې او په همدې موده کې د ۵ کسانو مړينې خبر هم ورکړل شوی.
د کرونا ويروس وبا پيل څخه تر دې دمه دا په اسټراليا کې تر ټولو لوړې شميرې دي چې يو ايالت يې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت کوي.
ويکټوريا ايالت کې وروستيو پيښو وروسته د کرونا ويروس له امله د مړو کسانو شمير ۷۵ تنو ته ورسيد.
په تيرع ۲۴ ساعتونو کې ۷۷،۵۵۴ کسانو معاينه کړې او دا مهال ياد ايالت کې ۱۶۸۲۳ فعاله کيسونه شتون لري.
ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پيښو ډيروالي او پر روغتونو فشار ډيريدو له امله له بلې اونۍ وروسته به په امبولانس کې دوه نرسان يا ډاکټران يو ناروغ لپاره نه استول کيږي.
ويل کيږي ويکټوريا ايالت کې د امبولانس خدمتونه له ستر فشار سره مخ دي او بله خوا د اسټراليا ملي اردو ځواکونه او هم زده کوونکي له طبي برخې سره مرستې لپاره ګومارل شوي.