اسټراليا کې د کرونا ويروس ابا له پيل څخه لومړي ځل لپاره په يوه ورځ ۱۹ کسانو کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او لدې سره دا لومړی ځل دی اسټراليا کې په يوه ورځ دومره ډيره مړينه ثبت کيږي.
نن د ويکټوريا ايالت چارواکو د ۳۲۲ نوو پيښو خبر ورکړ او لدې پيښو سره ياد ايالت کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير ۱۴۹۵۷ ته لوړ شو.
پرون ويکټوريا ايالت کې ۱۶ کسانو کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډير قربانيان زاړه عمر لرونکي کسان ول.
There were 322 new cases of () detected in Victoria in the last 24 hours. Sadly, there were 19 deaths reported
نوو مړو کسانو عمرونه د ۵۰ او ۹۰ کلونو ترمينځ ول او هم ډير مړه شوي کسان د زړو کسانو مرکزو اوسيدونکي ول.
ويکټوريا ايالت کې د زړو کسانو مرکزونو کې د کرونا ويروس پر پراخه کچه خپور شوی او له ۱۰۰۰ ډير زاړه کسان پر کرونا ويروس اخته شوي.
يوازې تيره اونۍ ۹۳ کسان ويکټوريا ايالت د ويروس له امله مړه شوي او ټوله کې دا شمير بيا ۲۲۸ تنو ته رسيږي.
تيره اونۍ د چهار شنبې په ورځ ويکټوريا ايالت کې له ۷۰۰ ډيرې پيښې ثبت شوې ولرې د تيرو دوو ورځو راهيسې دا شمير له ۴۰۰ لږ ثبت کيږي چې دا ا پام وړ کمی دی.
سره لدې چې ويکټوريا ايالت کې د بنديز ۴ سټيج عملي کيږي ولې د روغتيا چارواکي وايي، راتلونکو ۷ ورځو کې به د بنديز پايلې او اثرات ليدو شاهده يوو.
ويکټوريا ايالت کې که چيرې کوم کس ځينو مسايلو له وجې نشي کولی ترڅو بهر لاړ شي او د کويډ-۱۹ معاينه وکړي نو د ياد ايالت روغتيا ادارې ته ټليفون کولی شي او له ځينو پوښتنو وروسته د ياد کس معاينې لپاره کور ته کسان راځي ترڅو د کويډ-۱۹ معاينه وکړي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.
په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: