د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت او مرکزي سیمې کې اضطراري حالت اعلان شو

تر دې دمه په اسټرالیا کې ۳۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Victorian Premier Daniel Andrews took aim at the homeowner flying the Nazi flag.

Victorian Premier Daniel Andrews Source: AAP

په اسټرالیا هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېرې د زیاتېدو په حال کې دي. وروستۍ شمېرې ښيي چې تردې دمه ۳۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د دغه هېواد د ویکټوریا ایالت او مرکزي سیمې مسولینو پریکړه کړې ترڅو اضطراري حالت اعلان کړي او له یاد ویروس سره جدي مبارزه وکړي.

د ویکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اضطراري حالت به د څلورو اوونیو لپاره دوام ولري او امکان شته تر هغې وروسته هم دوام وکړي.

د اضطراري حالت اعلان د یاد ایالت مسولینو ته اجازه ورکوي ترڅو وکولای شي د اړتیا پر وخت خلک قرنطین کړي او د تګ راتګ مخه یې ونسي او که چېرې خلک د روغتیا مسولینو لارښونو ته پاملرنه ونګړي، ۲۰ زره ډالره جریمه کېږي.
Patients line up at the Royal Melbourne Hospital for Coronavirus testing.
Patients line up at the Royal Melbourne Hospital for Coronavirus testing. Source: AAP
د اسټرالیا فدرال حکومت هم له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه په تېرو څو ورځو کې مهم ګامونه پورته کړي. تېره ورځ د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن اعلان وکړ، ټول هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو څخه اسټرالیا ته راځي پکار ده ترڅو د ۱۴ ورځو لپاره له نورو خلکو څخه ځان جلا کړي.

سره لدې چې تر دې مهاله په اسټرالیا کې یواځې ۳۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي خو د اندیښې خبره داده چې په اسټرالیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېرې په ډېر تېزوالي سره د لوړېدو په حال کې دي. په تېرو څو ساعتونو کې په چین هېواد کې ۱۶ نوي کسان په دغه ویروس اخته شوي خو په اسټرالیا کې ۵۲ نوي کسان په کرونا ویروس اخته شوي.

 


شریکول
خپور شوی 16/03/2020 په 1:54pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:19pm
لخوا SBS News, Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS