د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه میرمن میلاني ټرمپ په کرونا وېروس (کووېډ -۱۹) اخته شوي.
ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه دغه خبره منلې چې د کرونا وېروس ټيسټ یې مثبت و. دغه خبر په کرونا وېروس د ډونالډ ټرمپ د نږدې سلاکارې هاپ هکس له اخته کېدو وروسته خپرېږي.
ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه همدا راز لیکلي چې ډېر ژر به ځانونه قرنطين کړي او درملنه به پيل کړي.
ټرمپ ۷۴ کاله عمر لري او په هغه ډله کې راځې چې په خطر کې دي. نوموړی په داسې حال کې په کرونا وېروس اخته کېږي چې ټاکنو ته شاوخوا یو میاشت وخت پاتې دی.
امریکا د نړۍ هغه هېواد دی چې د کرونا وېروس تر ټولو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي.
خپرې شوې شمېرې ښیي چې تر دې دمه شاوخوا ۷.۵ میلیونه کسان په امریکا کې په کرونا وېروس اخته شوي او شاوخوا ۲۱۰ زره کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی دی.