د امريکا پارلمان ايران پر وړاندې د ټرمپ لخوا نظامي عملياتو باندې محدوديت ولګاوه

د امريکا پارلمان د ۲۲۴ په ۱۹۴ رايو کې د امريکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د ايران پر وړاندې نظامي عملياتو ترسره کولو محدوديت ولګاوه.

U.S. President Donald Trump.

U.S. President Donald Trump. Source: Getty Images North America

د امريکا پارلمان يو قانون تصويب کړ کوم چې ولسمشر ټرمپ څخه غوښتل شوي ترڅو دې د ايران پر وړاندې نور نظامي عمليات نه کوي.

د امريکا پارلمان چې ډيره کې د ديموکرات ګوند اکثريت لري د پينځ شنبې په ورځ يې نه يوازې داچې د ولسمشر ټرمپ د ايران پر وړاندې د نظامي عملياتو پر سر محدوديت ولګاوه بلکې د هغې ترڅنګ يې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ايران جنرال قاسم سليماني وژل کيدل هم وغندل.

د پارلمان دا قانون به اوس مشرانو جرګې ته تصويب لپاره وړاندې کيږي.

  .د امريکا پارلمان لخوا د داسې يو قانون تصويب کول دا هم ښايي چې څومره د امريکا پارلمان او سياستوال د ايران پر وړاندې د امريکا سياست په اړه جلا نظرونه لري.

  امريکا کې ديموکرات ګوند چې پارلمان کې اکثريت لري د ايران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ پاليسي او ورستي ګامونه غندلي ولې بله خوا جمهوريت غوښتونکي چې ډونالډ ټرمپ هم د هماغه ګوند غړی دی بيا د ايران پر وړاندې د ټرمپ له دريځ څخه ملاتړ کوي.

ديموکراتان وايي، ټرمپ مخکې لدې چې پر کوم هيواد يا وګړي بريد وکړي بايد يو قوي کيس ولري نه داچې له بريد وروسته داسې شواهد وړاندې کړي کوم چې سم نه وي.
Representative Eliot Engel, Democrat of California.
Representative Eliot Engel, Democrat of California. Source: AFP
جمهوريت غوښتونکي بيا پر ديمکراتانو تور پورې کوي چې له ياد قانون تصويب کولو سره دوی امريکا له خطر سره مخ کړ او ددې کار ترشا يې يوازې سياسي موخه وه.

جمهوريت غوښتونکي وايي، ديموکراتانو بايد له ولسمشر څخه ملاتړ کړی وای نه چې د هغه لاسونه يې وتړل.

د ياد قانون څرنګوالی لا معلوم ندی ځکه چې سنا مجلس کې جمهوريت غوښتونکي له ۱۰۰ څوکيو څخه ۵۳ خپلې کړي ولې له همدې غړو څخه بيا ځيني يې د ياد قانون ملاتړي دي. دا به وليدل شي چې ايا د ولسمشر ټرمپ واک محدود کوي او که نه.

 

که چيرې ياد قانون له سنا مجلس څخه تصويب شي، بيا د ياد قانون پلي کولو لپاره د ولسمشر لاسليک ته اړتيا نشته.

د امريکا پارلمان مشره نانسي پلوسي پر سپينې ماڼۍ تور پورې کوي چې د جنرال قاسم سليماني وژل کيدو وړاندې يې د پارلمان امنيت کميټې سره معلومات ندي شريک کړي.

 

امريکا او ځيني لوديځ هيوادونه وايي، ايران غلطی سره د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه په مزايل ويشتی.

بله خوا ټرمپ وايي، جنرال سليماني يې عراق ته رسيدو سره ځکه وواژه چې نوموړي پلان درلود ترڅو د امريکا سفارت والوزوي.


شریکول
خپور شوی 10/01/2020 په 3:51pm
اپډیټ شوی 10/01/2020 په 3:58pm