نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲ نوې پيښې ثبت کړې او نوې پيښې د Berala ښارګوټي BWS دکان له پيښو سره تړلي دي.
يوازې د کرسمس په شپه شاوخوا ۱۰۰۰ کسان داسې مهال ياد دکان ته تللي چې هلته ويروس موجود وه.
اوس ويره داده چې ياد ويروس به شاوخوا سيمو ته هم ليږدول شوی وي نو ځکه چارواکي د لا ډير معاينه کيدو باندې ټينګار کوي ترڅو له مخه يې د ويروس ليږد مخه ونيسي.
سيدني ښار کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲،۲۷۵ کسانو د کرونا ويروس معاينه کړې.
بله خوا ۷ نورې پيښې په هغو مسافرو کې موندل شوي کوم چې له بهر څخه راتګ وروسته هوټلونو کې قرنطين دي.
د سيدني ښار Berala سيمې په BWS دکان کې د کرونا ويروس د ډيسمبر مياشت ۲۲ نيټې څخه تر نوي کال شپې پورې موجود وه.
د روغتيا چارواکي وايي، ټول هغه کسان چې ياد دکان ته په ذکر شوې موده کې تللي هغوی دې ځانونه کورونو کې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کړي.
د سيدني ښار لويديځ سيمې خلکو څخه غوښتل شوي ترڅو د زکام عادي نښې لرلو سره دې د کرونا ويروس معاينه وکړي.
د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکي وايي، که چيرې Berala ښارګوټي اوسيدونکي ډيره کې د کرونا ويروس معاينې ته مخه نه کړي نو کيدای چي پر يادې سيمې او شاوخوا يې بنديزونه ولګول شي.
سيدني ښار کې د ماسک اغوستل جبري شوې او عامه ټرانسپورټ، عبادت ځايونو او داخلي ځايونو کې بايد د مخ ماسک واغوستل شي.
د ماسک نه کارونکي ۲۰۰ ډالر جريمه کيږي.