ملګرو ملتونو کډوالو پر وړاندې د اسټراليا پاليسي په کلکه غندلې او دا يې د نړيوالو قوانينو خلاف عمل ګڼلی.
د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو له خپلو کورنيو سره يوازې کيدو مخې ده خنډونه جوړول له تبعيض ډک عمل ياد کړی.
ملګري ملتونه وايي، داسټراليا حکومت لخوا اوسنۍ پاليسي، سزا ورکولو او هم ظالمانه بڼه لري او دا د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې اسټراليايي حکومت ته خبردارۍ ورکړی.
ملګرو ملتونو لخوا د اسټراليا پارلمان کې د پلټنې جوړ شوي کميسيون ته معلومات وړاندې شول. د اسټراليا پارلمان پلټنې کميسيون کډوالو پر وړاندې د اسټراليا حکومت پاليسي ارزوي او پدې کې په ځانګړي ډول د کډوالو خپلو کورنيو سري يوځای کيدل او هم خپل ژوند ملګری اسټراليا ته راوستلو مسايل شامله دي.
ملګرو ملتونو د اسټراليا کډوالو پاليسۍ په برخه کې خپل پراخ دريځ او انديښنه له پارلمان پلټنې کميسيون سره شريک کړه چې پدې کې د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو ميشتول، د هغوی کيسونو طی مراحل او هم د هغوی قانوني حالت ته کتنه شوې.
ملګرو ملتونو اسټراليا ته ښکاره او کلک پيغام ورساوه او هغه داچې د اسټراليا حکومت د هغو کډوالو له خپلو کورنيو سره يوځای کيدو مخه نيولې کومو چې له ځورونو تيښتې وروسته اسټراليا ته پناه راوړې.
“د ملګرو ملتونو کډوالو اداره له اسټراليا حکومت څخه غواړي ترڅو سمدستي دې د کډوالو خپلو کورنيو سره يوځای کيدو مخې ته خنډونه لرې کړې او پر وړاندې دې يې توپيري چلند ودروي.“
“ دا پاليسي لکه سزا ورکولو ده، ظالمانه ده او هم د نړيوالو قوانيونو سره د اسټراليا ترسره شوو ژمنو خلاف ده.“
UNHCR وايي، اسټراليا خپل کډوالۍ پروګرام لاندې د کډوالو له کورنيو سره يوځای کولو پاليسي لري ولې حتی همدې پروګرام لاندې هم کډوال له ډيرې سختی سره خپل کورنۍ غړي اسټراليا ته راولي.
ياده اداره وايي، چې د کډوالو له کورنيو سره يوځای کيدو پاليسي بايد پر ټولو کډوالو تطبيق شي او هر کډوال چې اسټراليا کې ژوند کوي بايد وشي کولی ترڅو خپل کورنۍ له بهر څخه اسټراليا ته راولي.
د ملګرو ملتونو خبرداري په ځواب کې د اسټراليا کورنيو چارو وزارت وياند وايي، “ د اسټراليا حکومت د کډوالو او بشري مرستو له لارې راغلو کسانو له خپلو کورنيو سره يوځای کيدو په ارزښت ښه پوهيږي.
هغه کډوال چې د اسټراليا کډوالۍ او يا هم بشري دايمي ويزه لري هغوی کولی شي خپل کورنۍ غړي معرفي کړي او له اسټراليا څخه بهر بشري پروګرام له مخه ورته د ويزې غوښتنه وکړي.“
لوړ لګښتونه ، محدود وړتیا او خورا ډیر اسناد
د اسټراليا سنا مجلس د اسټراليا حکومت لخوا د کورنۍ او يا ژوند ملګري اسټراليا ته راوستلو پروسې پلټنه پيل کړې او د يادې پروسې ټولو اړخونو ته کتنه کوي.
د کډوالو لخوا له بهر څخه خپل کورنۍ اسټراليا ته راوستلو شاته ډير لګښتونه او هم د انتظار ډيره موده شتون لري.
ملګرو ملتونو همدې برخې ته کتنه کړې او د اسټراليا پارلمان سره يې خپل انديښنې شريکې کړي. ملګري ملتونه وايي، د کډوالو او کورنيو يوزای کيدو مخې ته خنډونه پر کډوالو او کورنيو يې ناوړه اغيز شيندلې.
څوک کولی شي خپل کورنۍ له بهر څخه اسټراليا ته راولي او څوک يې نشي کولی؟
هغه کډوال چې دايمي ويزې لري کولی شي خپل کورنيو غړي د اسټراليا مهاجرت سيسټم له مخه اسټراليا ته راولي، ولې ملګري ملتونه پدې برخه کې هم خبرداری ورکوي او وايي، د همدې کسانو مخې ته هم خنډونه جوړيږي او نه پريښودل کيږي ترڅو دا کډوال خپلو کورنيو سره يوځای شي.
ملګرو ملتونو په اسټراليا کې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو کې حق کې هم غږ پورته کړ کومو ته چې تر اوسه د اسټراليا دايمي ويزه نده ورکړل شوې.
ملګري ملتونو د اسټراليا سنا مجلس پلټنې کميسيون ته خپل وړاندې شوي رپوټ کې ويلي، هغه کډوال چې اسټراليا کې لنډمهاله ويزو باندې ژوند کوي داسې بې شميره پيښې شته چې د يادو کسانو کورنۍ غړي دريم هيواد کې ميشت شوي او له هغه ځايه يې اسټراليا ته راتګ کوښښ کړی ترڅو اسټراليا کې کورنۍ غړي سره يوځای شي ولې د هغوی مخه نيول شوي.
ملګري ملتونه وايي، د اسټراليا بشري مرستو پروګرام له مخه، هغه کډوال چې اسټراليا ته د ۲۰۱۲ کال اګيسټ مياشت ۱۳ نيټې وروسته پرته له اسټراليايي ويزې اسټراليا ته راغلي هغوی نشي کولی خپل کورنۍ له بهر څخه سپانسر کړي.
اسټراليا کښتۍ له لارې د کډوالو مخنيوي او د سرحدونو خپلواکۍ تر نامه لاندې د ۲۰۱۳ کال وروستيو کې عمليات پيل کړل.
۲۰۱۲ کال اګيسټ مياشت ۱۳ نيټې وروسته شاوخوا ۳۱،۲۲۵ کسان له نا معلومت راتلونکي سره مخ دي او دوی ټولو اسټراليا کې د پناه غوښتنه کړې.
له ياد شمير کسانو څخه د ۲۶۸۳۰ کسانو په کډوالۍ کيسونو پريکړې شوې او باقي نورو پلټنه او يا طِی مراحل روان دي.
شاوخوا ۱۸۰۰۰ پناه غوښتونکو ته د کډوالی لنډمهاله ويزې ورکړي.
ملګري ملتونه بيا وايي، چې هغه کډوال چې د ۲۰۱۲ کال اګيسټ مياشت ۱۳ نيټې څخه مخکې راغلي هغوی خپل کورنيو راوستلو لپاره غوښتنليک ورکولی شي. ملګري ملتونه وايي، د اسټراليا حکومت د کډوالو له کورنيو سره يوځای کيدو مخې ته خنډونه جوړوي او دا برخه حکومت لپاره بې ارزښته ده.
د اسټراليا حکومت بيا وايي، کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې پاليسي اصل کې کښتيو له لارې د کډوالو راتګ مخې نيولو په مقصد جوړې شوي ترڅو سمندرونو کې د پناه غوښتونکو ډوبيدو مخه ونيول شي.
"د هغو کسانو اسټراليا ته راتګ تر ټولو لږ لومړيتوب لري د کومو ژوند ملګری يا سپانسر چې په اسټراليا کې وي او ياد کس اسټراليا ته غير قانوني داخل شوی وي او دا مهال دا شخص د اسټراليا دايمي ويزه هم لري."
د اسټراليا حکومت وايي، هغه کډوالو ته چې لنډمهاله ويزې ورکړل شوي هغوی نشي کولی ترڅو له باهر څخه خپل کورنۍ غړي اسټراليا ته دعوت کړي.
بله خوا هغه کډالو ته چې د Safe Haven Enterprise Visa يا (SHEV) ورکړل شوي او د هغوی ويزې په دايمي ويزو بدليدو وروسته هغوی کولی شي خپل کورنې اسټراليا ته سپانسر کړي.
په کال ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ مالي کال کې د اسټراليا بشري مرستو نړيوال پروګرام له مخه ۴۰،۰۰۰ کسانو د اسټراليا کډوالۍ ويزې ته غوښتنليک ورکړی وه چې له هغوی څخه ۴۶۰۰ کسانو ته ويزې ورکړل شوې.
ملګرو ملتونو په پاپو نيوګيني او نارو کې د اسټراليا کډوالو توقيف ځایونو په اړه هم انديښنه څرګنده کړې او پر کډوالو د بنديزونو له امله د ناوړه اغيزو پر سر انديښنه څرګنده کړې.
د اسټراليا حکومت په کال ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې له باهر څخه د کورنيو راوستلو لپاره ۷۷۳۰۰ ويزې ځانګړې کړي.
اسټراليا ته له دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې له باهر څخه مهاجر نه راځي.
I