انګلستان اعلان وکړ چې زرګونه افغانان چې ډيري يې ژباړونکي دي او پخوا يې له انګلستان پوځيانو سره کار کړی له افغانستان څخه وباسي.
د يادو افغانانو شمير ۳۰۰۰ تنو ته رسيږي چې د کار کوونکو ترڅنګ د هغوے کورنۍ غړي هم بهر ته ويستل کيږي.
انګلستان لدې وړاندې ۱۳۰۰ ژباړونکي سره د کورنيو انګلستان کې ميشت کړي.
د انګلستان دفاع وزير اعلان وکړ چې دا يو سم کار دی ترڅو دا افغانان له افغانستان څخه وويستل شي او که داسې ونشي نو هغوی له خطر سره مخ کيدلی شي.

An Afghan interpreter working with Australian Defence Force personnel in 2009 in Sorkh Lez, Afghanistan Source: AAP
د انګلستان دولت د خپلو ژباړونکو او کار کوونکو له افغانستان څخه بهر ويستل يو اخلاقي دنده بولي او دا هم وايي چې ژباړونکو د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې قرباني ورکړې او د هغوی هلې ځلې بايد وستايل شي.
افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو لړۍ روانه ده او د امريکا ولسمشر جو بايډن ژمنې سره سم به ټول امريکايي پوځيان تر سپټمبر مياشت ۱۱ نيټې پورې له افغانستان څخه ويستل کيږي.
پر اسټراليا حکومت فشارونه ډير شوي
بيا په ورته وخت کې پر اسټراليايي حکومت فشارونه ډير شوي او له حکومت څخه غوښتل کيږي ترڅو دې د پاتې افغان ژباړونکو ويزو طی مراحل چټک کړي.
افغانانو چې له اسټراليايي پوځيانو سره کار کړی د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی ژوند له خطر سره مخ کيدای شي.
اسټراليا کې تقاعد شوي پوځيان وايي، د اسټراليا حکومت بايد خپل د پوځ پخواني ژباړونکي ژر خوندي ځاے کې ميشت کړي ځکه که دوی افغانستان کې پريښودل شي، نو له ستر خطر سره مخ کيدلی شي.
د اسټراليا کورنيو چارو وزارت وايي، د ژباړونکو ويزو طی مراحل چټکۍ سره ترسره کيږي او حکومت لپاره لومړيتوب لري.