انګلستان او ايټاليا د کويډ-۱۹ او ماشومانو کې د يوې بې ساري ناروغۍ پيدا کيدو څيړنه کوي

ايټاليا او انګلستان کې ډاکټران ماشومان کې د بې ساري التهاب بيماري پيدا کيدو پلټنه کوي کوم چې اټکل کيږي د کرونا ويروس څخه ماشومانو ته پيدا کيږي.

Concern is spreading across Europe about a new disease possibly linked to coronavirus in children.

Source: AAP

ايټاليا او انګلستان کې د روغتيا برخې پوهان د يوې داسې بيمارۍ پلټنه کوي کوم چې التهابي ده او ډير شمير ماشومان پر مبتلا شوي. چارواکي د يادې نوې بيمارۍ او کرونا ويروس ترمينځ اړيکو څيړنه کوي.

انګلستان او ايټاليا روغتونو ته دا مهال ډير ماشومان له لوړې تبې او د ستونې له لارې د شيانو تيرولو ستونزو وړل کيږي او ډاکټران د يادې بيمارۍ وجه نده معلومه کړې.

د ايټاليا شمال سيمه کوم چې د کرونا ويروس ډيره ځپلې ډاکټرانو ماشومانو کې د نوې بيمارۍ خبر ورکړی، دا بيماري ډيره کې له ۹ کلونو کم عمره ماشومانو کې پيدا شوې.

نوې بيمارۍ کې ماشومانو ته تاوده تبه، د ځان خارخ، او د پوټکي لرې کيدو نښې پيدا کيږي، ايټاليا وروسته انګلستان کې هم ډاکټران د ورته بيماريو شاهده دي او د انګلستان روغتيا چارو وزير خبري کنفرانس کې ياده موضوع ياده کړه او ژوره انديښنه يې څرګنده کړه.

د انګلستان روغتيا چارواکي ماشومانو کې د نوې بيمارۍ او کويډ-۱۹ ترمينځ اړيکو موندلو څيړنه کوي.
د انګلستان د روغتيا ملي څانګې مشر سټيفن پويس خبري کنفرانس دوران کې وويل، د روغتيا برخې چارواکي د يادې بيمارۍ په اړه خبر ترلاسه کړې ولې اوس له وخت څخه مخکې ده چې وويل شي چې دا بيماري د کويډ-۱۹ څخه ماشومانو ته پيدا کيږي.

انګلستان کې يادې مسلې څيړلو لپاره بيړې سره د څيړلو امر شوی.

د ايټاليا بيرګامو ښارګوټي کې ۲۰ ماشومان لدې بيمارۍ سره روغتون ته وړل شوي، ياد ښار کې ډاکټران وايي، دوی په يو کال کې هم په دومره شمير ماشومان له داسې بيمارۍ سره روغتون کې ندي داخل کړي.
Medical staff in protective gear in an intensive care unit in a field hospital in Bergamo, Italy.
Medical staff in protective gear in an intensive care unit in a field hospital in Bergamo, Italy. Source: AAP


د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي.

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي.

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 


شریکول
خپور شوی 28/04/2020 په 4:55pm
اپډیټ شوی 28/04/2020 په 4:59pm
سرچینه: SBS Pashto