په سویلي افریقا کې د کوويډ-۱۹ نوی او خطرناکه ډول موندنې وروسته د سفر بنديز لګول شوی

انګلستان او اسرایل هيوادونو د سویلي افریقا څخه مسافرینو باندې د سفر محدودیتونه وضع کړي ترڅو د نوي کوويډ-۱۹ ډول څخه رامینځته شوي خطر خپريدو مخنيوی وکړي.

Scientists say the new COVID-19 strain is quite different to the one on which vaccines are based.

Scientists say the new COVID-19 strain is quite different to the one on which vaccines are based. Source: AAP

د کورونا ویرس یو نوی پیژندل شوی ډول چې په سویلي افریقا کې خپور شوی د انګلستان او ځينو نورو هيوادونو انديښنې راپارولي.

نوِ ډول ويروس د ډلټا بڼې څخه دوه برابره ساري او هم خپل ډول بدلولو توان لري.

د انګلستان د روغتیا ادارې ويلي، د کرونا ويروس نوی ډول B.1.1.529 نومیږي او داسې بيروني پروټین اغزي لري چې د انسان دفاعي سيسټم اغيزمنولی شي.
د روغتيا پوهان وايي، د نوي ويروس سطحې بدلون سره داسې بريښي چې د کوويډ-۱۹ ضد جوړ شوي واکسينونه کيدای شي نوي ويروس پر وړاندې اغيزمن نه وي.
نوی ويروس د نورو ټولو پخوانيو پر پرتله ډير ساري دی.
د انګلستان روغتيا وزير ساجد جاويد وويل، " پر هغه څه چې مونږ پوهيږو هغه د ياد ويروس شکل ډير بدلونونه دي او د ډيلټا ويروس څخه د نوي ويروس ځان بدلول کچه هم دوه برابره ده.
" داسې بريښي چې نوی ويروس له ټولو پخوانيو څخه ډير ساري دی او جوړ شوي واکسينونه به لږ اغيزمن وي."

ساينس پوهان وايي، د نوي ويروس څيړنې ښايي، د ويروس شکل بدليدو سره د جوړو شوو واکسينو اغيزې کميږي.

د جنوبي افريقا هيواد ساينس پوهانو ويلي، نوی ويروس لږو کسانو کې خپور شوی او کيدای شي نورو ته هم خپور شي.

د کرونا ويروس نوي ډول خپل شکل بدلول غير عادي دی.

د کرونا ويروس نوی ډول په هانګ کانګ او بوستوانا کې هم موندل شوي.

ساينس پوهان وايي، د کرونا ويروس نوی ډول به د واکسين پروګرام له نوو ننګونو سره مخ کړي.

انګلستان د  South Africa، Namibia، Lesotho، Botswana، Eswatini ، Zimbabwe پر اوسيدونکو باندې د سفر بنديز ولګول.

 






شریکول
خپور شوی 26/11/2021 په 11:42am
اپډیټ شوی 27/11/2021 په 3:12pm
سرچینه: AAP, SBS