Obituary

یونوپینګو د بومي اسټراليايانو د ځکمې حقونو لوی لارښود مړ شو

د ګوماتج قبیلې ستر مشر او د بومي اسټراليايانو د مراسمو مشر او د یولنګو خلکو د سندرو ساتونکی و.

Garma-2019.jpg

Yunupingu at the Garma festival in 2019. Credit: Peter Eve/Yothu Yindi Foundation

د بومي اسټراليايانو د حقونو ستر مدافع او ځکمې حقونو ترلاسه کولو د غورځنګ یو مشر یونوپینګو د ۷۴ کلونو په عمر په شمال ختیځ ارهنیم لینډ کې په خپل کور کې مړ شو.

یونوپینګو نن سهار له اوږدې ناروغۍ سره د جګړې وروسته مړ شو.

د ګوماتج قبیلې مشر خپلې وروستۍ ورځې د کورنۍ ، ملګرو او بومي مراسمو په شاوخوا کې تیرې کړې.

هغه خپل ژوند د بومي اسټراليايانو حقونو او هم د هغوی پر اسټراليايي ځمکې د حقونو غورځنګ له لارې له کلونو راهيسې مبارزه وکړه.

نوموړي خپل ژوند د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو ته وقف کړې وه.
Yunupingu.jpg
Yunupingu as a young man.
یونوپینګو د ۱۹۴۸ کال د جون په ۳۰ نیټه زیږیدلی، د یرکالا په کوچنۍ ټولنه کې لوی شوی، د شمالي سیمې د کان کیندنې له ښار څخه ۱۸ کیلومتره لرې د Nhulunbuy په سیمه کې د (community mission school) ټولنې د ماموریت په ښوونځي کې زده کرې کري.
Garma 2022
Yunupingu with Anthony Albanese at Garma 2022. Credit: Melanie Faith Dove/Yothu Yindi Foundation
هغه یوازې یو ځوان و کله چې د خپل خلکو حقونو لپاره يې مبارزه پيل کړه.
په المونیم کې بډایه ډبره، په ګوو ټاپوزول کې کشف شوه، او په ۱۹۶۳ کې د آسټرالیا حکومت د یولنګو خلکو سره مشورې پرته په سلګونو مربع کیلومتره ځمکه وپلورله.

د کان کیندنې حق د نابالکو په نوم شرکت ته لاړ چې د زیرمو د استخراج لپاره جوړه شوې وه. د یونوپینګو پلار مونګاراوی او د هغه د تره چې د هغې سيمې اوسيدونکي ول ډير په غوسه شول.

With-Gumatj-boys-at-Garma-2019_Image-by-Peter-Eve.jpg
Yunupingu with Gumatj boys at Garma. Credit: Peter Eve/Yothu Yindi Foundation
یونوپینګو هلته و کله چې د آسټرالیا وروستي لومړي وزیر انتوني البانیزي ګارما درې ورځني جشن کې برخه واخيستله او هم يې د بومي اسټراليايانو غږ پارلمان ته وړلو ټول پوښتنې اعلان وکړ.

بومي اسټراليايان خپل د مشر يونوپينګو مړينې ماتم څو ورځو لپار جاري ساتي او ځيني رسمي مراسم هم ترسره کيدونکي دي..

شریکول
خپور شوی 3/04/2023 په 12:19pm
لخوا Michael Park
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS