د چين هيواد چارواکي ادعا کوي چې کويډ ۱۹ وروسته اسټراليا کې د چين وګړو پر وړاندې توپيري چلند ډير شوی نو ځکه ياد هيواد ته دې چيني وګړي سفر نه کوي.
اسټراليا بيا د چين هيواد دا ادعا ردوي چې ګواکې کرونا ويروس له امله اسياسيي وګړو په ځانګړي ډول چينايي خلکو پر وړاندې توپيري چلند ډير شوی. د اسټراليا د سياحت وزير سايمن بيرمنګهم وايي،د چين هيواد توپيري چلند ادعا تر شا حقيقت شتون نه لري.
د چين هيواد سياحت او کلتور چارو وزارت له عامو چينايانو غوښتي رڅو دې اسټراليا ته سفر نه کوي ځکه کرونا ويروس وروسته له چينايانو سره توپيري چلند کې ډيروالی راغلی.
د چين هيواد کلتور او سياحت چارو وزارت خبرپاڼه خپره کړې او ليکلي: "چينايانو پر وړاندې توپيري چلند کې د پام وړ ډيروالی راغلی."
يادې خبرپاڼه کې د توپيري چلند جزيات ندي ليکل شوي ولې دا يې ليکلي چې امريکا او اسټراليا کې چينايانو خلاف پراخ توپيري چلند کيږي.
د اسټراليا د سياحت وزير ښاغلی بيرمنګهم وايي، اسټرليا څو کلتوريز هيواد دی او هر کله خوندي او نورو ته راتګ لپاره ښه راغلاست وايي.
ښاغلی بيرمنګهم وايي، اسټراليا خپلو چينايي وګړو ته ډير ارزښت ورکوي او بله خوا د چين هيواد بيان په کلکه ردوي.
د اسټراليا حکومت وايي، چينايي وګړو پر وړاندې د توپيري چلند ادعا شاته هيڅ حقيقت شتون نه لري او اسټراليا دا ادعا ردوي.
"اسټراليا يو بريالی څو کلتوريزه ټولنه لري او له ټولې نړۍ څخه خلک اسټراليا ته مهاجر شوي. د اسټراليا ودانولو کې چينايي وګړو اساسي برخه اخيستې او د اسټراليا بريالی کيسې کې چينايانو پراخه ونډه لرلې."

Australian Tourism Minister Simon Birmingham. Source: AAP
ښاغلی بيرمنګهم وايي، د اسټراليا برياليتوب راز پدې کې دی چې له ټولې نړۍ څخه خلک پرته لدې چې کوم تبعيض په نظر کې ونيول شي راځي.
دا خبرې له هغه وروسته مطرح کيږي چې د اسټراليا حکومت اعلان وکړ، هر بهرنۍ پانګونه به د يو نوي ټاکل شوي بورډ له لارې تصويب کيږي.
دا پداسې حال کې ده چې ډير شمير چينايي پانګه وال اسټراليا کې پانګونه کوي.
اسټراليا هر کال له وسپنې او سکرو واردولو سره ۱۲۰ ميليارده ډالر ګټه ترلاسه کولي يادو دواړو برخو ترڅنګ دريم ځای کې د سياست برخه ده چيرې چې اسټراليا ته هر کال شاوخوا۶۰ ميليارده ډالر ګټه رسيږي.
د اسټراليا حکومت لخوا خپرو شوو شميرو کې ويل شوي چينايي سيلانيان هر کال د اسټراليا اقتصاد ته شاوخوا ۱۴ ميليارده ډالر ګټه رسوي.