اوس وخت د تلپاتې جګړې ختمولو دی: جو بايډن له افغانستان څخه د ټولو امريکايي پوځيانو ويستلو اعلان وکړ

نږدې ۲۰ کاله جګړې وروسته امريکايي پوځيانو له افغانستان څخه وتلو پريکړه وکړه. ولسمشر بايډن د سپټمبر مياشت ۱۱ نيټه چې پر نيويارک دوه ودانيو بريد ۲۰ کليزه کيږي د ټولو امريکايي پوځيانو ويستلو نيټه اعلان کړه، يعنې تر هغې نيټې به افغانستان کې هيڅ يو امريکايي پوځي نه وي پاتې.

President Joe Biden speaks about the withdrawal of US troops from Afghanistan.

President Joe Biden speaks at the White House on Wednesday, 14 April, 2021, about the withdrawal of US troops from Afghanistan. Source: AAP

د امريکا ولسمشر تيره شپه اعلان وکړ چې اوس وخت ددې رارسيدلی ترڅو د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او پرته له کوم شرط ټول امريکايي پوځيان له افغانستان څخه بهر کړي.

امريکا په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه او په جګړې کې د زرګونو افغانانو په ګډون بهرنيانو ته هم مرګ ژوبله واوښته، ولې امريکا دا جګړه داسې مهال ختموي چې د طالبانو پر وړاندې يې د پام لاسته راوړنې هم ندي لرلي.

امريکا او متحدينو يې د ۲۰۰۱ کال سپټمبر مياشت ۱۱ نيټې ترهه ګريز بريدونو وروسته افغانستان کې جګړه پيل کړه او له هغه وخت څخه ۲۰ کاله تير شول. 

افغان جګړه کې نږدې ۲۴۰۰ امريکايي پوځيان وژل شوي او له سل زرو ډير افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

جو بايډن د سپټمبر مياشت ۱۱ نيټه د وروستي امريکايي پوځي ويستلو نيټه اعلان کړه.

د امريکا ولسمشر جو بايډن وايي، افغانستان کې يې خپل اصلي مقصد ترلاسه کړی او القاعدې ته يې ماتې ورکړې.

جو بايډن وايي، له القاعدې ماتې وروسته افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پاتې کيدل ځانګړی مقصد نه درلود او همدې لپاره خپل ماموريت چې پخوا يې ختمول پکار وه اوس يې ختموي.



د امريکا دولت لخوا دا پريکړه داسې حال کې کيږي چې د ډيرو څيړونو په وينا د افغانستان نږدې نيمايي برخه د طالبانو کنټرول کې ده.

بله خوا افغان دولت او طالبانو ترمينځ د سولې خبرو کې هم د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن وويل، امريکا به افغان حکومت او پوځ سره خپل همکاري جاري وساتي، ولې بيا ځيني اټکل کوي چې د امريکايي پوځيانو وتلو وروسته به افغان حکومت وويشل شي او طالبان به واک ترلاسه کړي.

جو بايډن طالبانو ته خبردارۍ ورکړ چې که د امريکايي پوځيانو وتلو وخت کې پر هغوی کوم بريد ترسره شي نو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
US Army soldiers return home from a nine-month deployment to Afghanistan on 10 December, 2020 at Fort Drum, New York.
US Army soldiers return home from a nine-month deployment to Afghanistan on 10 December, 2020 at Fort Drum, New York. Source: Getty Images
ښاغلي بايډن وويل، " زه د امريکا څلورم ولسمشر يم چې د افغانستان جګړه کې امريکا ښکيله ګورم، ولې زه نه غواړم چې له ما وروسته بل ولسمشر دا جګړه وګوري."

د جو بايډن دا پريکړه ډيرو لپاره حيرانونکې نه وه، ځکه پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د امريکايي پوځيانو ويستلو پريکړه کړې وه او د نوموړي يادې پريکړې څخه ډير امريکايان ملاتړ کوي.

جو بايډن وويل، د امريکا لدې پريکړې څخه به ځيني نا خوښ وي او يا به پرې نيوکې کوي ولې اصل کې دا سمه پريکړه ده او له امريکا سره بله لار نه وه.

افغان ځواکونه به ټول مسوليت پر غاړه واخلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهار شنبې په ورځ له ولسمشر بايډن سره ټليفوني خبرې وکړې او دا ډاډ يې ورکړ چې افغان ځواکونه بشپړ ډول سره ددې توان لري چې خپل هيواد ټولې چارې پر خپل غاړه واخلي.

جو بايډن ولسمشر غني ته وويل چې امريکا به افغان دولت او هم پوځ سره خپل مرستې جاري ساتي.

ښاغلي بايډن وويل، که چيرې طالبان له بهر څخه جهادي ډلو ته افغانستان کې فعاليت اجازه ورکړي نو امريکا به هغوی ددې عمل مسول وګڼي او پر وړاندې يي غبرګون ښايي.

ولسمشر بايډن وويل، پاکستان چې له طالبانو سره نږدې اړيکې لري بايد له افغانستان څخه ملاتړ لپاره ډير کار وکړي.

له شک پرته د امريکايي پوځيانو له وتلو سره پر افغان پوځ د جګړې فشار ډيريږي.
In this 2020 photo, Afghan National Army (ANA) soldiers walk in a US military base which had recently handed over to Afghan forces in Nangarhar province.
In this 2020 photo, Afghan National Army (ANA) soldiers walk in a US military base which had recently handed over to Afghan forces in Nangarhar province. Source: AFP via Getty Images
لدې وړاندې جو بايډن په افغانستان کې د لږ شمير امريکايي پوځيانو پاتې کيدو نظر شريک کړی وه ترڅو له هغه ځايه پر القاعدې غړو بريدونه وکړي، ځکه د افغان سولې خبرو پرمختګ هم ورو دی.

ولې دې ټولو سره بايډن پريکړه وکړه چې يوازې د امريکا سفارت پرته نور ټول پوځي ماموريت په افغانستان کې ختموي.

پرون د ناټو غړو هيوادونو هم پريکړه وکړه چې د می مياشت لومړۍ نيټې څخه به خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه ويستلو لړۍ پيلوي.

د ناټو سر منشي جينز ستولتينبرګ وويل، " د امريکا په مشرۍ ټول ناټو هيوادونه يو ځای افغانستان ته جګړې لپاره تللي ول او دا پوځيان به يوزای له افغانستان څخه بهر کيٍږي."

طالبان

جو بايډن وويل، د امريکايي پوځيانو ويستلو لړۍ د می مياشت لومړۍ نيټې څخه پيليږي او طالبانو ته يې پر امريکايي پوځيانو بريد خبردارۍ ورکړ.

د امريکا دولت لوړ پوړې چارواکي ويلي، که طالبان پر امريکايي پوځيانو بريد وکړي نو له سخت ګوزار سره بر مخ شي.

د خطر کچې معلومولو په موخه يو رپوټ د امريکا استخباراتو خپور کړ او په هغې کې ويل شوي چې طالبان جګړې له لارې بريا ترلاسه کولو لپاره ډير ډاډمن دي.

د امريکا استخباراتو ادارې يا سي ای ای مشر ويليم بورنز د چهار شنبې په ورځ وويل، پر ترهه ګرو ډلو له کلونو فشار وروسته امريکا ډاډه ده چې افغانستان کې جهادي ډلو څخه امريکا ته هيڅ خطر نشي پيښيدلی.

President Joe Biden speaks to the press at Arlington National Cemetery's section 60, where many of those killed serving in Afghanistan are buried,.
President Joe Biden speaks to the press at Arlington National Cemetery's section 60, where many of those killed serving in Afghanistan are buried, on 14 April. Source: AFP via Getty Images
د امريکايي پوځيانو وتلو وروسته به دا سوال پر خپل ځای پاتې کيږي، چې افغانستان به څنګه پر مختللی راتلونکی ولري، په ځانګړي ډول افغان ميرمنې او د هغوی زده کړه.

طالبانو خپل واک دوران کې پر ښځو د تعليم بنديز لګولی وه، موسيقی اوريدل يې منع کړي ول او شرعيت تر نامه لاندې يې نور ډير بنديزونه لګولي ول.

ترکيه کې د سولې خبرې

د بايډن دا پريکړه داسې مهال کيږي چې ترکيه ويلي، د امريکا په ملاتړ به افغان سولې لپاره د روانې مياشت په ۲۴ نيټه يو کنفرانس جوړوي.

ياد کنفرانس کې به افغان حکومت او طالبان او نړيوال ملګري هيوادونه يو چتر لاندې راټول کړي.

قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم وايي، طالبان به د د ټولو بهرنيو پوځيانو تر وتلو د سولې خبرو کې ګډون ونه کړي.

لس کاله وړاندې ۱۰۰،۰۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې ديره ول.

د ډونالډ ټرمپ واکمنۍ تر پايه بيا دا شمير ۲۵۰۰ پوځيانو ته راټيټ شوی وه.

فبرورۍ مياشت پورې افغانستان کې د امريکا او ناټو ۱۰،۰۰۰ پوځيان ديره ول.


شریکول
خپور شوی 15/04/2021 په 12:31pm
سرچینه: AFP, SBS