د ژوندي پاتې کسانو ايستلو لپاره وخت په کميدو دی، د سوریې او ترکیې زلزلې د مړو شمیر له ۱۵،۰۰۰ څخه پورته شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مرستې او ژغورنې په هڅو کې "نیمګړتیاوې" مني. د اسټراليا صدراعظم انتوني البانيزي بيا وايي، د اسټراليا د ژغورنې ډله به د روانې اونۍ تر پايه ترکيې ته ورسيږي.

TURKEY EARTHQUAKE

People walk among the rubble of collapsed buildings in Kahramanmaras, southeastern Turkey, on 8 February 2023. Authorities fear the death toll will keep climbing as rescuers look for survivors across the region. Source: AAP / EPA

په ترکيه او سوريه کې ژورې زلزلې تر اوسه ۱۵،۰۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور ټپيان دي.
سړې هوا او د ويجاړي ډيروالي له امله د مرستې رسولو او ژغورنې چارې اغيزمنې شوي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبه په ورځ وروسته د خپل حکومت باندې انتقاد منلو وروسته "نیمګړتیاوې"هم ومنلې.
د ناورین پراخه پیمانه چې په زرګونو ودانۍ یې نړولې او نامعلوم شمیر خلک ګنډوالو کې بند پاتې، لدې ټولو سره د یخنۍ هوا له امله د مرستې عملیات له خنډ سره مخ دي.

بیا هم، پلټونکي د ۷.۸ درجې زلزلې څخه درې ورځې وروسته له ملبو څخه ژوندي پاتې شوي کسان راباسي.

لکه څنګه چې په ټولنيزو رسنيو کې د ترکيه حکومت باندې نيوکې زیاتې شوي، ښاغلي اردوغان یو له سخت ځپلو ځایونو څخه لیدنه وکړه او د نيوکو په ځواب کې یې ستونزې ومنلې.
هغه وويل: "البته، نيمګړتياوې شته، شرايط روښانه دي. دا ممکنه نه ده چې داسې ناورين ته چمتو واوسو."
زلزله کې ټپي کيدو وروسته د يو ماشوم انځور
ترکيه او سوريه کې د ۷.۸ درجې ژورې زلزلې وروسته زرګونه کسان وژل شوي Source: AFP, Getty / Aaref Watad
د ترکیې په سویل او سوریه کې کورنیو دریمه شپه په یخنۍ کې تیره کړه او ژغورونکو هڅې روانې دي ترڅو خلک له کنډوالو څخه وباسي.

د ترکیې د ناورین په سیمه کې ډیری خلک په خپلو موټرو یا کوڅو کې د کمپلو لاندې ویده وو ، د ۷.۸ درجې زلزلې په ترکيه کې له ۱۹۹۹ کال راهيسې تر ټولو مرګونې ده.
د اسټراليا لومړي وزير ښاغلي البنيزي د چهارشنبه په ورځ څرګنده کړه چې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت (DFAT) به د روانۍ پای پورې ۷۲ کسيزه ژغورنې ټیم ترکيه ته واستوي.
ښاغلي وویل اسټراليايي ټیم " روزل شوی" ترڅو ژوندي پاتې شوي کسان ومومي، طبي مرستې ورسوي، او هغه خلک وژغوري چې لا تر اوسه د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.


——————————————————-
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ  ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ.

تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له  یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 9/02/2023 په 3:22pm
اپډیټ شوی 9/02/2023 په 4:18pm
لخوا Finn McHugh
سرچینه: SBS