اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ واکسين معلوماتو خلک ګيچ کړي

د اسټراليا وزيرانو شورا ناستې وروسته پريکړه وشوه ترڅو اسټراليا کې ځوانان هم پر خپل خوښه د اسټرازينيکا واکسين واخلي او بيا بله خوا ځينو ايالتونو مشرانو او هم روغتيا چارواکو د فدرال حکومت دا وړانديز په کلکه رد کړی.

Prime Minister Scott Morrison meets CSL staff working on the COVID vaccine while he tours the company's facility in Melbourne, Friday, March 26, 2021. (AAP Image/Andrew Henshaw) NO ARCHIVING

Prime Minister Scott Morrison meeting with CSL staff working on the COVID vaccine while at the company's facility in Melbourne Source: NCA NEWSWIRE POOL

نوو خپرو شوو شميرو له مخه اسټراليا کې د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کولو پر شرايطو برابر کسانو څخه يوازې ۸ سلنه يې واکسين شوي.

د اسټراليا پخوانی لومړی وزير مالکوم ټرنبل دا د اسټراليا د حکومت ستره ناکامي يادوي.

بله خوا تر جون مياشت ۳۰ نيټې پورې له ۷۰ کلونو ډير عمر لرونکو کسانو يوازې ۱۵.۷ سلنه بشپړ ډول سره واکسين شوي.

که په اسټراليا کې د واکسين کولو چارې همداسې روانې وي نو د ۲۰۲۲ کال اپريل مياشت پورې کيدای شي بالغه اسټراليايان بشپړ واکسين شي.

د اسټراليا حکومت خپل ټوله تکيه پر اسټرازينيکا واکسين کړه او د ياد واکسين نسخې ترلاسه کولو وروسته ملبورن ښار کې د واکسين جوړولو کمپنۍ د اسټرازينيکا واکسين توليد پيل کړ.

ولې له بده ياد واکسين په ځوانانو کې د وينې ټينګيدو او نورو ستونزو پيدا کولو سره د واکسين کولو ټول پلان وځنډيده.

د اسټراليا حکومت پلان درلود ترڅو د روان کال اوکتوبر مياشت پورې ټول بالغه اسټراليايان بشپړ ډول سره واکسين کړي.

دا مهال اسټراليا حکومت په تمه ده ترڅو راروانو مياشتو کې د د فايزر، موډيرنا او کوواکس واکسينونه ترلاسه کړي او ۶۰ کلونو کم عمره کسانو واکسين کولو پروسه ګړندی کړي. 

اسټراليا يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې ده او ځينو ښارونو کې د هند کرونا ويروس ډول چې Delta نوميږي د ټولنې غړو ترمينځ خپور شوی. 

سيدني ښار کې د کرونا ويروس نوو پيښو وروسته د اسټراليا ملي کابينې بيړنۍ ناسته وکړه او په ياده ناسته کې کرونا ويروس اړوند مسايلو پر سر پريکړې وشوې چې پکې يوه يې د واکسين پروسه چټک کول وه. لومړي وزير له يادې ناستې وروسته خبري غونډه کې يو داسې خبر مطره کړه چې لدې وړاندې حکومتي چارواکو يې خلاف دريځونه ورکړي ول. دا خبر د ځوانانو هڅول وه ترڅو خپلو کورني ډاکټرانو له لارې د اسټرازينيکا واکسين ترلاسه کړي. 

لدې وړاندې د اسټراليا طبي خوړو توکو تنظيم ادارې ويلي ول چې د اسټراليا زينيکا واکسين بايد له ۶۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو باندې تطبيق شي او همدا د حکومت پاليسي ګرځيدلې وه ولې يو وار بيا حکومت داسې نوی دريځ خپلول خلک ګيچ کړل.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د کابيني ناستې وروسته د روان حالت کابو کولو لپاره اسټراليا کې شته اسټرازينيکا واکسين کارونې پر سر ټينګار وکړ حال داچې حکومت او روغتيا چارواکو څه موده وړاندې دا دريځ ښکاره څرګند کړ چې دا واکسين بايد ۶۰ کلونو څخه ډير عمر لرونکو باندې وکارول شي.

د لومړي وزير سکاټ موريسن غوښتنې خلاف د کوينزليند ايالت روغتيا مشرې وويل، کوينزليند ايالت کې به ۶۰ کلونو کم عمره کسانو ته د اسټرازينيکا واکسين نه ورکول کيږي.

اسټراليا کې واکسين برخې په اړه د سياستوالو نظرونه توپير کوي او همدې اختلافاتو خلک ګيچ کړي.

د دو شنبې په ورځ د ملي کابيني ناستې وروسته د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، اسټراليا کې ۴۰ کلونو څخه کم عمره کسان کولی شي خپل کورني ډاکټرانو سره وخت ونيسي او اسټرازينيکا واکسين وکړي.

لومړي وزير سکاټ موريسن دا هم اعلان وکړ چې که کورني ډاکټران ځوانانو ته د اسټرا زينيکا واکسين ورکوي او ځوانان لدې واکسين څخه ناروغه شي نو لدي سره ډاکټرانو ته کومه ستونزه نشي پيښيدلی او دوی له هر ډول جرم او تاوان څخه معاف دي.

د اسټراليا ځينو ايالتونو بيا د حکومت لدې پلان سره مخالفت وښود او بله خوا کورني ډاکټرانو هم د فدرال او ايالتي حکومتونو ترمينځ له اختلافاتو سر ټکوي.

له بيلابيلو نظرونو څرګندونو وروسته د اسټراليا طبي خوړو تنظيم ادارې څخه کريستوپر بليت چې د واکسين برخه کې تګلارې هم وړاندې کوي وويل، ياده اداره اوس هم وايي چې د اسټرا زينيکا واکسين بايد له ۶۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو باندې تطبيق نشي.

د اسټراليا طبي خوړو اداره سپارښتنه کوي ترڅو له ۶۰ کلونو کم عمر لرونکو باندې د فايزر واکسين تطبيق شي.

د کوينزليند ايالت روغتيا برخې مشرې وويل، ياد ايالت کې به له ۶۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو باندې د اسټرا زينيکا واکسين تطبيق نشي.

د کوينزليند ايالت مشرې اناستيژا پالاشې پر خپل ايالت خلکو غږ وکړ چې يوازې دې د ياد ايالت روغتيا چارو مشرې جونيت يانګ مشورو باندې عمل وکړي.


شریکول
خپور شوی 1/07/2021 په 6:25pm
اپډیټ شوی 1/07/2021 په 10:46pm
لخوا SBS News
سرچینه: SBS