د اسټراليا حکومت خپل سفارت په رسمي ډول تړل کيدو اعلان څخه وړاندې د ياد سفارت کار کوونکو قراردادونه لغوه کړل او هغوی ته يې ځواب ورکړ.
د سفارت لخوا د کار کوونکو له کاره ګوښه کيدلو او هم د کار کوونکو نا معلومه راتلونکي نه څرګنديدو لپاره د ياد سفارت مخې ته لسګونو کار کوونکو مظاهرې وکړې او خپل حق غوښتنه يې کوله.
پداسې حال کې چې د اسټراليا حکومت می د مياشتې پر ۲۸ نيټه په کابل کې خپل سفارت وتړه د اسټراليا حکومت خپل افغان کار کوونکو لپاره داسې يوه پاليسي لري چې که د هغوی افغان کوونکي د خطر احساس وکړي دوی کولی شي اسټراليايي بشري مرستو ويزو ته غوښتنليک ورکړي.
د اسټراليا سفارت تړل کيدو وروسته يې د ياد سفارت افغان ساتونکو ته ليک استولی وه او هغوی ته ويل شوي ول چې اسټراليايي ويزې لپاره غوښتنليک نشې ورکولی او يا دوی شرايطو باندې برابر ندي.
د اسټراليا حکومت له همدې ايمل استولو څخه يوازې څو ورځې وروسته بيرته خپل دريځ بدل کړ او خپل ټولو پخوانيو کار کوونکو ته وويل چې دوی کولی شي اسټرالياي بشري مرستو ويزو ته غوښتنليک ورکړي.
امير د اسټراليا سفارت امنيتي ساتونکی وه او لدې ويرې چې ماشومان به يې ښوونځي ته په لاره کې په نښه شي نوموړي خپل ماشومان له ښوونځي وويستل.
امير له اسټراليا حکومت سره کار کولو او هم طالبانو او نورو له ويرې خپل کور څو وارې بدل کړی.
“زمونږ هيواد کې ټول انديښمن دي په ځانګړي ډول هغه کسان چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی.
کيدای شي سبا، يا بله اونۍ او يا بل کار طالبان راشي.“
امير چې دا مهال ۳۶ کاله عمر لري له اس بي اس نيوز سره خپل د ژوند کيسه او ژوند ته يې ورپيښو خطرونو په اړه خبرې کړي.
امير د اسټراليا حکومت يو له ۱۰۰ افغان کار کوونکو څخه دی چې د سفارت تړل کيدو وروسته يې خپل کار له لاسه ورکړی.
يو بل کار کوونکي حبيب دی او نوموړي هم خپل کار له لاسه ورکړی، ښاغلی وايي هڅه کوي ترڅو خپل کورنۍ ژر له افغانستان څخه بهر وباسي.
“هغوی مونږ په اسانۍ وژني، هغوی هغه کسان وژني کوم چې بهرنيو سره يې کار کړی وي.“
“مونږ نه پوهيږو چې هره دقيقه په هيواد کې څه کيدونکي دی، که امکان ولري مونږ بايد خپل کورنۍ ژر له افغانستان څخه وباسو، ځکه که طالبان مو ونيسي نو مونږ وژني.“

Amir has worked alongside Australian diplomats for ten years. Source: Supplied
پاليسي څنګه بدله شوه
کله چې اسټراليا اعلان وکړ چې کابل کې خپل سفارت بندوي نو ځيني امنيتي ګارډانو ته د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت څخه ايملونه واستول شول چې تاسې د اسټراليا ويزې لپاره غوښتنليک نشی ورکولی.
د اسټراليا حکومت يادو ګارډانو ته ويلي ول چې ددوی قرارداد له يوې شخصي کمپنۍ سره دی نو ځکه دوی نشي کولی اسټراليايي ويزې ته غوښتنليک ورکړي.
کابل کې د اسټراليا سفارت امنيتي ګارډانو او او نورو کار کوونکو ته يو ځل بيا ليک استول شوی او هغوی ته ويل شوي چې اوس کولی شي د اسټراليا ويزو ته غوښتنليک ورکړي.
اس بي اس له بهرنيو چارو وزارت څخه د پاليسی بدليدو دليل پوښتنه کړې ولې تر اوسه يې ځواب ندی ترلاسه کړی.
اوس چې د اسټراليا سفارت پخواني کار کوونکي کولی شي ويزو لپاره غوښتنليک ورکړي، ډير کار کوونکي انديښنه ښايي چې کيدای شي ددوی ويزو غوښتنليک ډير وخت واخلي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، اسټراليا ځکه افغانستان کې خپل سفارت بندوي چې ياد هيواد کې امنيتي وضيعت څرګند ندی.
بله خوا د طالبانو وياند يو بيان کې ويلي چې ياده ډله به بهرنيو ديپلوماتو لپاره کار کولو خوندي چاپيريال جوړ کړي.
د طالبانو وياند په اعلاميه کې ويلي، “ د افغانستان اسلامي امارت ټولو بهرنيو ديپلوماتانو او خيريه موسسو کار کوونکو ته هيڅ ګواښ نه پيښوي.“