اسټراليا کې فدرال او ايالتونه حکومتونه د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي تدابيرو زرګونه اسټراليايان بې کاره کړي او ورځ تر بلې خلک خپلې دندې له لاس ورکوي.
د اسټراليا فدرال خزانه وړاندوينه کوي له ميليون ډير اسټراليايان بې خپل کارونه له لاسه ورکوي او حکومتي مرستو پيسو ته مخه کوي.
اسټراليا کې د بې کارۍ کچه ۱۱ سلنې ته لوړيږي او ځيني خو اټکل کوي چې د بې کاره کسانو شمير به لدې هم ډير لوړ شي.
اسټراليا کې په روان بحراني حالت کې ځيني کاروبارونه تړل کيږي ولې بيا ځيني نور وده کې دي او نوي کسان په کارونو ګماري.
د خوړو کاروبارونه او لوی سوپر مارکيټونه څو برابره يې فعاليت او ګټه ډيره شوې.
ولورتس سوپر مارکيټ اعلان وکړ چې نږدې راتلونکې کې ۲۰،۰۰۰ نوي کاريګر په کارونو ګماري.
د خوړو کاروبارونه له حده ډير بوخت او ځيني وايي، داسې احساس کوي لکه چې هره ورځ د اسټراليا د نفوس دوه برابره کسانو ته خواړه او د کارونې توکي برابروي.
د ولورتس سوپرمارکيټونو مشر وايي، اوسني سختو شرايطو کې ټولو صنعتي برخو ته پکار ده ترڅو مهم رول ولوبوي او اسټراليايان په کار کې وساتي.

Supermarket giant Woolworths is looking to hire 20,000 people. Source: AAP
ولورتس به نوي کاريګر دکانو کې او هم کورونو ته د توکو ليږد برخو کې په کارونو وګماري.
سينټرلينک ۵۰۰۰ نوي کاريګر په کارونو ګماري او بله خوا ډومينوز پيزه هم ۲۰۰۰ نوي کسان د پيزې کورونو ته وړلو لپاره په کارونو ګماري.
هغه کاروبارونه کوم کې چې تاسې کار موندلی شئ.
اقتصاد پوه کالوم پيکيرينګ وايي، د کرونا ويروس له امله ځينې برخې زيانمنې شوي ولې بيا ځينو برخو کې کارونه ډير شوي.
اسټراليا کې د روغتيا برخه کې کارونه ډير شوي او لدې سره تړلي ډيرې برخې دي کوم چې ډيرو ګاريګرو ته اړتيا لري.
د توکو ليږد برخه يا ډيليويري برخو کې اوس ډير کار دی. ګودامونو کې کارونه ډير شوي او هم د توکو پنډ کوونکو يا پاکرز لپاره هم ډير کارونه رامينځته شوي.
اسټراليا کې د صفايي يا کلينينګ برخو کې هم کارونه ډير شوي او
اوس اسټراليايان په رستورانتو کې خواړه نشي خوړلی نو ځکه خواړه کورونو ته غواړي او د خوړو وړلو کمپنيو کار دوه برابره شوی.

A post by LinkedIn Australia, on the 26th of March 2020, about the jobs being recruited for at the moment. Source: LinkedIn
د خواړو وړلو کمپنيو کار کوونکي وايي، حال داچې دوی ويره لري چې پر کرونا ويروس مبتلا نشي ولې بله لار نه لري او کار يې څو برابره ډير شوی.
د زده کړې برخو کې هم کارونه ډير شوي ځکه اوس ډير والدين خپل ماشومان په کورونو کې ساتي او د هغوی زده کړې لپاره ځينو ښوونکو ته اړتيا وي ترڅو ماشومانو ته کورونو کې زده کړه ورکړي.
ځيني نور بيا ماشومانو ساتلو لپاره خلک په کارونو ګماري ترڅو يې کورونو کې پالنه وکړي، ډيري خلک اوس نه غواړي ترڅو ماشومان يې له نيکه يا نيا سره اوسي، ځکه دا ويره شته چې ماشومان هغوی ته ويروس ونه ليږدوي.