ډونالډ ټرمپ د امريکا پارلمان لخوا استيضاح شو

د امريکا پارلمان د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دويم ځل لپاره استيضاح کړ. پارلمان اکثريتو رايو سره ټرمپ له خپل واکه ناوړه ګټې اخيستنې او تاوتريخوالي ته لمن وهلو لپاره استيضاع شو.

Donald Trump will become the first US president to be impeached twice.

Donald Trump will become the first US president to be impeached twice. Source: AAP

د ډونالډ ټرمپ استيضاح مسلې يو ځل بيا امريکا کې د تاوتريخوالي ډيريدو خطر ډير کړی.

پرون ولسمشر ټرمپ پارلمان ته خبردارۍ ورکړ چې که نوموړی بيا استيضاح کړي نو دا به بدې پايلې ولري ولې ټرمپ د بدو پايلو جزيات څرګند نه کړل.

له استيضاح وروسته ټرمپ يو ويډيو پيغام خپور کړ او په هغې کې يې له هر رنګه مظاهرو ترسره کولو مخالفت وکړ.

ټرمپ د امريکا په تاريخ کې لومړنی ولسمشر شو چې خپل کاري دوره کې دوه وارې استيضاح شو.

پداسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ ټويټر حساب تړل شوی نوموړي د سپينې ماڼې ټويټر له لارې يو ويډيويي پيغام خپور کړ او په هغې کې د استيضاح پر مسلې خبرې ونه کړې ولې دا يې وويل، زما هيڅ يو ريښتينی ملاتړ تاوتريخوالی نه کوي او نه هم قانون تر پښو لاندې کوي. نوموړي زياته کړه زما ملاتړي د امريکا بيرغ ته سپکاوی نه کوي.

ښاغلي وويل، "که زما ملاتړي تاوتريخوالي ته لمن وهي هغوی زمونږ د حرکت برخه ندي بلکې زمونړ پر حرکت او هيواد بريد کوي."

پارلمان کې د ټرمپ استيضاح لپاره رای کې ۲۳۲ د هو او ۱۹۷ د نه رايې ورکړې. د ټرمپ ويبپليکن مخالف ګوند چې د ديموکرات ګوند دی پارلمان کې خپل اکثريت رايو کارونې سره د شاوخوا ۱۰ ريپبليکن وکيلانو ملاتړ هم خپل کړ او ټرمپ يې استيضاح کړ.

د ټرمپ ناسمو او درغو څرګندونو وروسته د نوموړي سلګونو پلويانو پر کانګرس بريد وکړ چې پای کې يې ۵ کسان ووژل شول او د کانګرس ودانۍ ته تاوان ورسيد.
The US House of Representatives debates the second impeachment of President Donald Trump.
The US House of Representatives debates the second impeachment of President Donald Trump. Source: US House of Representatives
د پارلمان پر پريکړې د امريکا سنا مجلس بحث کوي او داسې نه بريښي چې ټرمپ له خپلې دورې بشپړيدو سره له واکه لرې شي.

د ټرمپ ملاتړو احتمالي بريد او مظاهرو مخنيوي لپاره د امريکا سنا او پارلمان ودانۍ دننه او بهر سلګونه ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي
Security was exceptionally tight as National Guard troops massed at the iconic Capitol ahead of Donald Trump's impeachment vote.
Security was exceptionally tight as National Guard troops massed at the iconic Capitol ahead of Donald Trump's impeachment vote. Source: Getty
که چيرې د امريکا کانګرس د ټرمپ لرې کولو حق کې رای ورکړي، ټرمپ بيا له هغې وروسته نشي کولی راتلونکي کې د امريکا دولتي موقت يا څوکۍ ترلاسه کړي


شریکول
خپور شوی 14/01/2021 په 11:24am
سرچینه: Reuters, SBS