بومي اسټراليايانو حق کې د اسټراليا اساسي قانون کې بدلون راوستل کيږي

آسټرالیايان د روان کال پای کې به په يوې مهمې ټول پوښتنه کې برخه واخلي او د بومي اسټراليايانو غږ پارلمان کې سوال ته هو يا نه ځواب وايي. داچې دا ټول پوښتنه ولې مهمه ده او سوال به کوم پوښتل کيږي، پدې اړه نور معلومات په رپوټ کې ځای شوی.

A split image showing the Aboriginal flag and the Torres Strait Islander flag

The Voice to Parliament referendum is due to take place this year. What do we know so far? Source: SBS / Lilian Cao

KEY POINTS:
  • د اسټراليا لومړي وزير انتوني البنيزي د يادې ټولپوښتنې سوال له اسټراليايانو سره شريک کړ.
  • استرالیایان به د روان کال په پای کې يادې پوښتنې ته رای ورکړي.
  • ښاغلي البنيزي چ بومي اسټراليايانو ادارې جوړيدو د فعالیت څرنګوالي په اړه تازه توضیحات وړاندې کړل.
آسټرالیايان د روان کال پای کې د بومي اسټراليا حق کې په يوه ملي ټول پوښتنه کې خپل نظر ورکوي.

د اسټراليا بومي خلکو غږ پارلمان ته تر نامه لاندې دا نظر پوښتنه ترسره کيږي.

دا نظر پوښتنه د اسټراليا اساسي قانون کې د بدلون په معنی ده او دا بدلون لدي وړاندې ۱۹۷۷ کال کې راغلی وه.

د اسټراليا لومړي وزير انتوني البنيزي له بومي مشرانو او خپل ګوند غړو سره مشورې وروسته هغه ټکي په ډاګه کړل چې له مخه يې د بومي اسټراليايانو حق کې دا ملي نظر پوښتنه ترسره کيږي.

د نوي قانون وړانديز: د اسټراليا په اساسي قانون کې بدلون سره د بومي اسټراليايانو منل او ابوريجينل او ټوريس سټريټ ايلنډرز خلکو غږ رامينځته کول دي. آيا دا بدلون تائيد کوئ
دا اوس پارلمان ته وړاندې کولو وروسته د روان کال په پای کې ټولو اسټراليايانو ته نظر پوښتنې لپاره وړاندې کيږي.

غږ Voice کمپاين يا اداره جوړول څه معنی لري؟

غږ (VOICE) به یوه اداره وي چې حکومت ته د هغو مسلو په اړه مشوره ورکوي کوم چې د بومي اسټراليايانو پر ژوند او تاريخ اغيز ولري.
دا اداره به پارلمان کې د قوانينو وړاندې کيدو وخت کې د ويټو واک ونه لري.
ښاغلي البنیزي د بومي اسټراليايانو لپاره نوې جوړيدونکې ادارې واک او فعاليتونو په اړه داسې ووي،
  • غړي به د "حساب ورکولو ډاډ" لپاره ټاکلې موده ولري
  • د جنسيت توازن په نظر کې نيول کيږي او ځوانان غړي به پکې شامل وي
  • دا به د اسټراليا له ټولو ایالتونو او سیمو استازي ولري
  • د ځانګړو لیرې پرتو ټولنو استازي بي پکې شامل وي
Man in hat walks with men dressed in traditional Indigenous garb.
The question is slightly different to the draft wording Mr Albanese unveiled at the Garma festival last year. Source: AAP / Aaaron Bunch / AAP Image

راتلونکي ګامونه څه دي؟

لومړی د راتلونکې ټولپوښتنې سوال د تصويب لپاره پارلمان ته وړاندې کيږي له هغې وروسته بيا عام اسټراليايان پرې رايه ورکوي.

د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره، قانون باید د پارلمان له لارې تصویب شي.

که څه هم په غیر معمولي توګه، دا قانون د استازو جرګې او مشرانو جرګې تصویب ته اړتیا نلري. دا کولی شي په تیوریکي توګه پارلمان کې د ليبر ګوند د استازو مجلس دوه ځله تصویب کړي، پدې معنی چې ددې ټولپوښتنې ترسره کولو تضمين شتون لري.

اسټراليا کې ټول بالغه کسانو څخه غوښتل کيږي چې ټولپوښتنه کې برخه واخلي او د "هو" یا "نه" ځواب ته رایه ورکړي.
د رایې ورکوونکو اکثریت، او په ډیرو ایالتونو کې اسټراليايان هڅول کيږي ترڅو پدې ټولپوښتنه کې برخه واخلي، ترڅو بومي اسټراليايانو غږ تر نامه لاندې يوه اداره جوړه شي.

مونږ په اسټراليا کې کله دې ته رای ورکولی شو؟

Referendum Dates v2.jpg
ښاغلي البنيزي په دوامداره توګه ژمنه کړې چې د دې کال تر پایه به رایه اچونه ترسره کړي.

ښاغلي وويل، ياده ملي ټولپوښتنه به د اکتوبر او دسمبر ترمنځ رای ته وړاندې شي.

شریکول
خپور شوی 8/06/2023 په 12:25am
لخوا Finn McHugh
سرچینه: SBS