امريکا د کرونا ويرو وبا له پيل راهيسې تر ټولو مرګونې ورځ ريکارډ کړه، د ۲۷۰۰ کسانو مړينې سره ياد هيواد کې د ريکارډ په کچه خلک هم روغتونو کې بستر شول.
د چهار شنبې په ورځ امريکا کې په يوه ورځ کې ۲۷۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د اپريل د مياشتې پخوانی ريکارډ يې مات کړ.
امريکا کې د کرونا ويروس وبا پيل راهيسې تر دې دمه ۲۷۳،۱۸۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
بله خوا امريکا کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۵،۱۲۱ کسان په کرونا ويروس اخته شوي.
له څلور ورځو راهيسې امريکا کې هره ورځ له ۱۰۰۰ ډير کسان روغتون کې بستر کيږي.
د امريکا نوی منتخب ولسمشر جو بايډن د چهار شنبې په ورځ د ځينو مرستو برابرولو او اړنو کسانو ته رسولو اعلان وکړ بله خوا ډونالډ ټرمپ ويلي، ۲۰۲۴ کال کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته يو ځل بيا نوماند کيږي.