نړیوالې جنایی محکمې د ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړی دی

د جرمونو نړیوالې محکمې ويلي د اوکرایني د ماشومانو د "غیرقانوني اخراج" جرم له مخه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړی، او دا په دې معنی دی چې هغه د ICC غړو هیوادونو ته د سفر په صورت کې نیول کیدی شي او هاګ ته لیږدول کیدی شي.

A man in a suit speaks in front of a mic.

It is unlikely that Russian President Vladimir Putin will appear before the International Criminal Court in The Hague. Source: AAP / Sipa USA

Key Points
  • دې اقدام د کرملین غوسه راپارولې ده.
  • ښاغلی پوتین د نړۍ دریم ولسمشر دی چې د ICC لخوا يې د نیولو امر صادر شوی دی.
  • دا ناشونې ده چې ښاغلی پوتین به ژر محکمې ته حاضر شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د جمعې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړ، پر ولسمشر پوتين جنګي جرم تور دی چې هغه له اوکراین څخه د ماشومانو د غیرقانوني شړلو عمل ترسره کړی.
د يادې محکمې پريکړه په کرملین کې د قهر لامل شوې.

ښاغلی پوتین د سوډان له عمر البشیر او د لیبیا له معمر القذافي وروسته یوازې دریم ولسمشر دی چې د ICC لخوا د هغه د نیولو امر صادر شوی دی.
مسکو په مکرر ډول دا تورونه رد کړي چې د دوی ځواکونو د یرغل پرمهال ظلمونه کړي دي.

ICC د ماشومانو د غیرقانوني شړلو او د اوکراین له خاورې څخه د روسیې فدراسیون ته د خلکو د غیرقانوني لیږد په شک کې دا حکم صادر کړ.

اوس څه کیږي؟

پداسې حال کې چې دا امکان نلري چې ښاغلی پوتین به ژره محکمې ته حاضر شي، د حکم معنی دا ده چې هغه د ICC کوم غړیو هیوادونو ته سفر کولو په صورت کې نیول کیدی شي او هاګ ته چې دا محکمه هلته موقير لري استول کيدی شي.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما په واکمنۍ کې د جنګي جرمونو په چارو کې د امریکا لوی سفیر سټیفن ریپ وویل: "دغه کار پوتین داسې حالت سره مخوي چې که هغه سفر وکړي نو د نیول کېدو خطر سره مخ کيږي او دا خطر به تل پاتې وي.

دغه قانوني اقدام په مسکو کې توند غبرګونونه راوپارول

په ټیلیګرام کې د ولسمشر نږدې متحد د پارلمان رییس ویاچسلاو ولدین لیکلي " له پوتين څخه لاسونه لرې وساتئ!" ، چې دا اقدام د لویدیځ "ليونتوب" ثبوت دی.

هغه وویل، «موږ د روسیې د فدراسیون پر ولسمشر هر ډول برید د خپل هېواد پر وړاندې د تېري په توګه ګڼو.

د اوکراين ولسمشر زيلينسکي د جرمونو نړيوالې محکمې پريکړه ستايلې او دا يې تاريخي پريکړه ګڼلې.

ښاغلي زيلينسکي پر ولسمشر پوتين تور پورې کړی چې زرګونه اوکرايني ماشومان يې ډيپورټ کړي.


———————————————————————————
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ 
 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن پهوړیاتوګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
خپور شوی 18/03/2023 په 1:20pm
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: Reuters, SBS