د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې دمه شاوخوا یو میلیون کسانو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د کرونا وېروس په امریکا کې د شاوخوا ۲۰۵ زرو ، په برازیل کې د ۱۴۲ زرو او په هند کې د شاوخوا ۹۵ زرو کسانو د مرګ لامل ګرځیدلی.
د روغتیا نړیوال سازمان ډاکټر، مایک راین خبرداری ورکوي چې د مرګ ژوبلې اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي.
د جان هاپکنز پوهنتون لخوا خپرې شوې شمېرې همدا راز ښيي تر دې دمه شاوخوا ۳۳ زره کسان د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې په کرونا وېروس اخته شوي او دغه شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

A paramilitary soldier wearing a mask stands guard as the Taj Mahal monument is reopened after being closed for more than six months in Agra, India. Source: AP
د کرونا وېروس تر دمه هېڅ واکسین او درملنه نلري، مګر د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې ساینسپوهان هڅه کوي ترڅو ژر تر ژره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره واکسین جوړ کړي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: