د اسټراليا فدرال حکومت اعلان وکړ چې له راتلونکې اونې څخه که هر څوک له هند څخه اسټراليا ته راشي ۵ کال زنداني کيږي.
نن سهار د اسټراليا روغتيا وزير اعلان وکړ چې له هند څخه راتلونکو مسافرو پر وړاندې به دا سخت تدابير لنډمهاله وي.
د اسټراليا کابينې د بايو سيکوريټي قانون له مخه د نوو بنديزونو اعلان وکړ او د ۵ کلونو زنداني کيدو ترڅنګ له ياد قانون څخه سر غړونکي ۶۰ زره ډالر هم جريمه کيږي.
نوی قانون د دوشنې ۱۲:۰۰ له سهار وخت څخه عملي کيږي.
دا بنديز په داسې حال کې لګول کيږي چې دا مهال ۹۰۰۰ اسټراليايان په هند کې بند پاتې دي او غواړي بيرته اسټراليا ته ستانه شي.
هند کې د کرونا ويروس ويجاړونکي حالت رامينځته کيدو وروسته د اسټراليا حکومت لا دمخه له ياد هيواد څخه پر الوتنو بنديز لګولی دی.
له هند څخه راتلونکو مسافرو باندې د زنداني کيدو او هم مالي جريمې اعلان په داسې حال کې کيږي چې دوه اسټراليايي کريکټ لوبغاړو چې د هند IPL کې يې لوبې کولی له هند څخه قطر هيواد دوحې ښار ته سفر کړی او بيا له هغه ځايه اسټراليا ته راغلي.
ويل کيږي د ياد کسانو راتګ له شته تدابيرو څخه سر غړونه وه نو ځکه له يادې پيښې وروسته پر راتلونکو کسانو سخت بنديزونه ولګيدل.
د اسټراليا حکومت وايي، اوسني تدابير به د روانې مياشتې تر ۱۵ نيټې پر خپل ځای وي او له هغې وروسته حکومت به حالت ارزولو وروسته پر شته تګلارې يو ځل بيا غور کوي.
د اسټراليا حکومت روغتيا وزير ګريګ هانټ وايي، له هند څخه د مسافرو راتګ هغه وخت بيرته پيليږي کله چې هند کې د کرونا ويروس اوسنی بد حالت ښه شي.
د بشر حقونو ادارې د اسټراليا حکومت پر يادې پريکړې کلکه نيوکه کړې او ويلي دي چې اسټراليا مسوليت لري ترڅو خپل اتباع له نورو هيوادونو څخه بيرته اسټراليا ته راوستل شي.
د تير کال مارچ راهيسې ۲۰،۰۰۰ اسټراليايان له هند څخه اسټراليا ته راستانه شوي.
د اسټراليا حکومت هند ته اکسيجن، وينتيلاتورونو او هم طبعي خوندي کاليو مرسته کوي.