پوليسو نن هغه کس ونيوه کوم چې يې سيدني ښار خپل موټر د مسلمانانو دکان سره ټکر کړ او ۱۱ کسان يې ټپيان کړل.
ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي ويډيو کې ليدل کيږي، يو موټر له څلور لارې څخه تيريږي او مخامخ د حجاب يو دکان سره ټکر کوي.
د حجاب پدې دکان کې مشرتيان او کار کوونکو شتون لاره او ۱۱ کسان پيښه کې ټپي شوي.
پوليس وايي، دا مهال داسې نښې نه ليدل کيږي چې ياد بريد ترهګريز وي.
د نيو ساوت ويلز پوليسو وياند وويل، "ډير ګډوډ حالت وه، لس کسان ټپيان شوي چې د ځينو ټپيانو حالت ښه ندی".
پوليس وايي د پيښې پلټنه کوي ولې له نيکه مرغه يادې پيښې کې څوک وژل شوي نده.
حجاب هاوس دکان مالکينو ويلي، د دکان کار کوونکي او مشتريان ټپيانو کې شامله دي.
ويډيو کې ليدل کيږي چې ياد موټر لومړی له يو بل موټر سره ټکر کوي بيا کنټرول له لاسه ورکولو سره حجاب هاوس دکان سره ټکر کوي.
۱۲ ټپيانو کې د موټر چلوونکی شامله دی او ټول ليور پول سيمې روغتون ته درملنې لپاره ليږدول شوي.
۵۱ کلن موټر چلوونکی پوليسو لپاره پيژندل شوی کس وه، يعنې هغه پخوا جرمي سابقه لرله.
پوليسو موټر چلوونکی نيولو وروسته توقيف کړی.
نيو ساوت ويلز امبولانس وايي، ټپيان ډيره کې ښځې دي او عمرونه يې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمينځ دي.