KEY POINTS:
- خزانه دار جیم چلمر د سه شنبې په شپه خپله دوهمه بودیجه وړاندې کړه.
- د ليبر ګوند د خپل ۲۰۲۳-۲۴ بودیجې مرکزي برخه د ژوند لګښتونو کمول په ګوته کړل.
- په بودیجه کې د کرایه کونکو، د زړو پاملرنې کارمندانو، او د کار موندنې ترلاسه کونکو لپاره مرسته شامله ده.
ډاکټر ته د سفر لګښت به د ځینو لپاره کم شي، کرایه به د ځينو لپاره راټیټه شي، او واحد والدین به هم اضافي پيسې ترلاسه کړي.
د البانيزي حکومت خپله دویمه بودیجه وړاندې کړه او د ژوند لږښت کمولو لپاره يې ۱۴.۶ ميليارده ډالر ځانګړي کړل.
مګر د ویزې لګښتونه ډیریږي.
دلته د سه شنبې د بودیجې څخه ګټونکي او بايلونکي تاسو ته وړاندې کوو.
ګټونکي
د هوساینې پيسو ترلاسه کونکي
ليبر ګوند د ژوند د لګښت بحران په پام کې نيولو سره د مختلف کاري عمر او زده کونکو تادیاتو ته د معمولي ودې سره غبرګون ښودلی.
هغه خلک چې د سپتمبر له وروستیو څخه به په اونۍ کې $ 20 زیاتوالی - یا هره ورځ $ 2.86 - ترلاسه کوي هغه دي:
- JobSeeker د کار غوښتونکی
- Youth Allowance ځوانانو لپاره د هوساينې پيسې
- The Partnered Parents Payment د شریک والدین تادیه
- Austudy
- ABSTUDY
- The Youth Disability Support Pension د ځوانانو معیوبیت ملاتړ تقاعد
- The Special Benefit Payment د ځانګړې ګټې تادیه
د ۵۵ کالو څخه پورته عمر لرونکو لپاره ډيره پيسه ورکول کيږي. په دې ډله کې میرمنې په ځانګړي توګه کوم چې د بې کوره کیدو او بې وزلۍ سره مخ دي. دوی به هره اونۍ ۹۲.۱۰ اضافي پيسې ترلاسه کړي.
مګر راحت لاهم د هغه څه څخه ښکته دی چې مدافعینو غوښتنه کوله. کوي

There are many groups who will get more as JobSeeker payments are increased. Source: SBS
د ټیټ عاید لرونکي چې په کرايي کورونو کې اوسيږي او د ژوند لوړ لګښت فشار سره مخ دي هغوی ته حکومت اضافي پيسې ورکوي.
د اسټراليا حکومت لخوا به اړمنو کرايه کوونکو ته حکومتي پيسو کې ۱۵ سلنه ډيروالی راولي.

ځوان او زاړه ناروغان چې GP ته ځي
ډیر آسټرالیایان به د ډاکټر لیدل اسانه او ارزانه ومومي.
هغه خلک چې عمرونه یې د۱۶ کالو څخه کم وي، تقاعد اخیستونکي، او نور د امتیاز کارت لرونکي به د GP لیدنو ډیری عام ډولونو لپاره د بلک بیلینګ درې چنده کړي، معنی دا چې د هغو داکټرانو شمير به درې برابره کړي کوم چې وړيا درملنه ورکوي.
دا به د ۱۱ ملیون څخه زیاتو خلکو لپاره ډاکټر څخه وړيا خدمتونو ترلاسه کول اسانه کړي.
او ټليفون له لارې به روغتيايي وړيا خدمتونه هم ۲۰ دقيقو ته لوړ شي.
د ټیلی روغتیا ټولې مشورې تر 20 دقیقو پورې په اوږدوالي کې شاملې دي.

The single parent payment will continue until a child is 14-years-old, rather than eight.
مجرد والدین چې د ژوند لګښتونو ډيروالي له فشار سره مخ دي هغوی ته به لا ډيرې حکومتي پيسې ورکړل شي. د يو مجرد والد که هغه مور وي يا پلار هغو ته حکومتي پيسې به تر هغه وخته دوام وکړي چې ماشوم يې ۱۴ کالو شي.
پخوا دا عمر ۸ کاله وو.
د دې معنی دا ده چې شاوخوا۵۷،۰۰۰ والدین به نور شپږ کاله د دندې لټون کونکي په پرتله لوړ نرخ ترلاسه کړي ، چې هره اونۍ ۱۷۶.۹۰ اضافي ډالر کیږي.
د کورونو مالکين
خپلو کورونو کې د سولر تختې يا دوه ګونې کړکۍ لګول به ارزانه شي.
ليبر ګوند په پام کې لري چې د ۱.۳ ميلياردو ډالرو پانګونې سره د کورونو مالکينو ته به سولر لګول اسانه او ارزانه کړي
د کورنۍ او جنسي تاوتریخوالي خدمتونه
د کورنۍ او جنسي تاوتريخوالي خدمتونه چې ډير فشار لاندې دي حکومت د يادو خدمتونو څخه فشار کمولو لپاره ۱۵۹ ميليونه ډالر مرسته کوي.
د کورنۍ تاوتریخوالی څخه هغه ميرمني چې تښتي د هغوی محکمې فيس لپاره به حکومت خپل مرستو ته تر ۲۰۲۵ کاله پورې دوام ورکړي.
د جنسي ځورونې يا تيري قضيو پر وړاندې به شته قانون بيا کتنه وشي او دې لپاره به حکومت د ۶.۵ ميليونو ډالرو مرسته ورکړي.
شتمن استرالیایان
د آسټرالیا ترټولو بډایه خلک لاهم د لږې ماليې ورکولو سره د حکومت له ماليې کومولو پلان څخه ګټه پورته کړي.
پر شتمنو د ماليې کومولو پلان تير حکومت وړاندې کړ او بيا اوسني حکومت هم د کوم بدلون پرته پر شمتنو د ماليې کمښت ته پر دوام ورکولو ټينګار وشو.
دا به ټوله کې حکومت ته ۲۰۰ ميليارده ډالر لګښت ولري.
بايلونکي
د اسټراليا ويزو لپاره غوښتنليک ورکوونکي
د ویزې لپاره غوښتنلیک ورکول به لدې وروسته ډیر ګران شي.
د غوښتنلیک ټول لګښتونه به د جولای څخه لږترلږه ۶ سلنه لوړ شي..

Visa application costs are set to rise.
حکومت وايي چې دا بدلونونه به هر کال له ۱۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر حکومت ته ګټه ورسوي.
هغه کسان چې بانکي حسابونو کې ډير تقاعد پيسې لري
لوی تقاعد يا سوپر حسابونو باندې به ماليه ډيره شي.
هغه تقاعد حسابونه چې حساب کې ۳ ميليونو څخه ډيره پيسه لري پر هغو به ماليه ۳۰ سلنه لوړه شي.

Vapers and cigarette smokers will face major changes.
تنباکو او ويپينګ کمپنيو باندې ماليه لوړيږي
د نیکوتین محصولات به لدې وروسته ډير ګران شي، د تنباکو پاکټونه به ساده شي او ځيني به غير قانوني وګرځول شي.
په بودیجه کې په سګرټو باندې د ۵ سلنې مالیې زیاتوالی شامل دی، چې د يو سګرټ ډبي قيمت به په اوسط ډول ۵۰ ډالر شي.
حکومت وايي لدې ماليې ډيروالي سره به حکومت ته ۵ ميلياردو ډالرو ګټه ورسيږي.
حکومت ويپ vaping واردولو باندې هم بنديز ولګوه او يوازې ډاکټر نسخې سره ويپ ځينو کارونو ته دواخانې له لاري ورکول کيږي.
دا به په ټولو غیر نسخې او یوځل کارول شوي ویپونو بندیز سره راشي ، پداسې حال کې چې ټول طبي وړاندیز شوي ویپونه به بې خونده وي او د درملو په څیر بسته بندۍ کې راشي.