سویلي آسټرالیا کې یو ۱۵ کلن هلک د شارک ماهي په برید کې وژل شوی دی

د شارک ماهي له برید وروسته د بېړنیو خدمتونو کارکوونکو د ماشوم جسد له اوبو څخه را ویستلی دی

Shark

Source: Getty / GettyImages

د سویلي آسټرالیا په یوې سمندرغاړې کې یو تنکی هلک د شارک ماهي له برید وروسته مړ شوی دی.

دغه پېښه د ایتل ( Ethel) په نوم سمندرغاړې کې رامنځ ته شوې او بېړنیو خدمتونو ته د ماسپښین په ۱:۳۰ خبر ورکړل شوی.

د دغې پېښې یوه شاهد اې بي سي نیوز ته ویلي: "ما په ۲۲ کلونو کې دلته کافي شارک ماهي لیدلي دي، مګر دا لومړی وژونکی برید دی چې دلته پېښېږي."

"زه فکر کوم چې ښار به ماتم وي. فکر کوم چې دا ډېره غمجنه، تراژیکه او یو څه سترګې خلاصونکې هم ده."
په روان کال کې دا په سویلي آسټرالیا کې د شارک دویمه وژغونکې پېښه ده. تر دغې پېښې وړاندې په مې میاشت کې په یوه ۴۶ کلن ښوونکې باندې په واکرز راک سمندرغاړې کې د شارک ماهي لخوا برید شوی وه.

آسترالیا له ۱۲ زرو څخه زیاتې سمندرغاړې لري، مګرمهمه ده ترڅو له سمندغاړو څخه د لیدنې پرمهال له احتمالي خطرونو باخبره اوسئ.

د آسټرالیا په بډایه سمندري ایکوسیستم کې د شارک ماهي بېلابېل ډولونه لکه سپین شارک ، ټایګر شارک، بول شارک او یو شمېر نور شتون لري. د شارک ماهي چلند او د دوی د استوګنځایونو په اړه پوهاوی کولی شي په سمندرغاړو کې د شارک ماهي د برید خطر کم کړي.
LISTEN TO
Pashto_sydney_protest.mp3 image

د آسټرالیا په سیډني ښار کې د منظور پښتین د خلاصون لپاره لاریون ترسره شو

08:02
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 29/12/2023 په 12:23am
اپډیټ شوی 29/12/2023 په 2:18pm
سرچینه: SBS