د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي رویټرز خبري اژانس ته وویل، له طالبانو له روسيې سره د تېلو، پټرول، ډیزل، او غنمو د رسولو تړون لاسلیک کړ.
ښاغلي عزیزي ویلي، چې له بيلابيلو هيوادونو سره اقتصادي تړونو په برخه کې په خبرو بوخت دي.
دا اقدام، چې د طالبانو له خوا له یو کال واکمنۍ وروسته تر سترګو کيږي دا کيدای شي د اسلامي امارت د انزوا سره مرسته وکړي چې د نړیوال بانکدارۍ په برخه کې له نړۍ څخه لیرې پاتې شوی.
هیڅ هیواد طالبان په رسمي توګه نه پيژني.
لویدیځ ډیپلوماتانو ویلي دي چې دا ډله باید د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په اړه خپله لاره بدله کړي او ثابته کړي چې د رسمي پیژندلو لپاره یې له نړیوالو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي دي.
روسیه په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو مسکو د کابل له سقوط سره سم د دغه غورځنګ د مشرانو کوربه و او د افغانستان په پلازمېنه کې یې سفارت یوازې محدود پرانیستی دی.
ښاغلي عزیزي وویل چې د دې تړون له مخې به روسیه په کال کې شاوخوا یو میلیون ټنه پټرول، یو میلیون ټنه ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع نفتي ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم صادروي.