تېره ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د پنجشیر مرکز ونیوه ، خپل بیرغ یې د پنجشیر ولایت په ودانۍ کې پورته کړ او د بریا اعلان یې وکړ.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې طالبانو د افغانستان مرکز کابل ونیوه، مګر تېره ورځ دغې ډلې اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت یې نیولی دی. مګر د مقاومت جبهه وايي مبارزه یې دوام لري.
د طالبانو د پخواني رژیم پرمهال (۱۹۹۶ - ۲۰۰۱ ) طالبان نه و توانیدلي ترڅو پنجشیر ونیسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي " له دې بریا سره، زموږ هیواد په بشپړ ډول د جګړې له کړکیچ څخه ایستل شوی."
د یکشنبې په ورځ د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي او جنرال ودود د مرګ خبرونه خپاره شول چې د پنجشیر د جګړې پرمهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
طالبانو د آګسټ تر ۱۵ نېټې پورې په دوو اونیو کې د افغانستان ټول ولایتونه ونیول، مګر په پنجشیر ولایت کې جګړه تراوسه پای ته نده رسېدلې.
د مقاومت جبهې مشرې د احمد شاه مسعود د زوی ، احمد مسعود او پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو لخوا پرمخ وړل کېږي. اوسمهال معلومه نده چې پخواني چارواکي او احمد مسعود چېرته دي.

بخشی از دره پنجشیر Source: Anadolu
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نه پوهېږي امرالله صالح او احمد مسعود چېرته دي. هغه وویل چې ناتائید شوي راپورونه ښيي چې امرالله صالح تاجکستان ته تللی خو دوي یې په اړه دقیق معلومات نلري.
وروسته له هغه چې طالبانو تېره ورځ د پنجشیر ولایت د نیولو اعلان وکړ، احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې په ټولو افغانانو غږ وکړ ترڅو د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي.