د طالبانو وياند اعلان وکړ چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيده او ژمنه يې وکړه چې د افغان چارواکو ساتنه کوي.
طالبان تيره شپه ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شول.
د طالبانو وياند محمد نعيم وويل، چې هيڅ ديپلوماتيک ماموريت باندې بريد ندی شوی او زياته کړه چې طالبان افغان اتباعو او هم بهرنيو ديپلوماتانو ته امنيت برابروي.
الجزيرې شبکې سره خبرو پر مهال محمد نعيم وويل، طالبان نه غواړي چې يوازې ځانته ژوند وکړي، قوانين او د نظام چارې به نږدې راتلونکي کې روښانه کړي.
طالبان وايي، افغانستان کې لږکيو او ښځو او هم بيان آزادی ته شرعي قانون له مخه درناوی وکړي.
ښاغلي وويل، طالبانو غوښته چې سوليزې اړيکې ولري او هم له نړيوالو سره د اړيکو بيلابيل چينلونه پرانيزي.

Taliban fighters take control of the Afghan presidential palace after the Afghan President Ashraf Ghani fled the country. Source: AP
"مونږ غواړي د نړۍ ټول هيوادونه او ادارې له مونږ سره ناستې له لاړې په مسايلو خبرې وکړي."
ښاغلي محمد نعيم وويل، ددوی ډله نه غواړي د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او نور دې هم ددوی په چارو کې لاسونه نه کوي.
بهرنيو هيوادونو ته خبرداري په ډول نوموړي وويل، نړيواله ټولنه بايد خپل ناکامه تجربه بيا تکرار نه کړي او که کومو انديښنو حل غواړي نو د خبرو له لارې دې له مونږ سره مخ ته لاړ شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان پريښولو وروسته ليکلي پيغام کې ويلي، چې د وينې تويولو مخنيوي لپاره يې افغانستان پريښود.
کابل ښار سهار مهال د ځينو چاودنو او ډزو غږ هم اوريدل شوی.
زرګونه کسان د کابل هوايي ډګر شاوخوا او مينځ کې انتظار وباسي ترڅو له هيواد څخه بهر شي.
بهرني ديپلوماتان او کار کوونکي هم دا مهال هوايي ډګر کې ساتل کيږي ترڅو د هغوی ويستلو لارې برابرې شي.
کابل د طالبانو لاسته پريوتلو وروسته د ۸۰ کسانو ټپي کيدو خبر ورکړل شوی.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خپل ليکل شوي پيغام کې ويلي، طالبانو د تورې او ټوپک سره بريا ترلاسه کړه او بايد زمونږ وقار او د خلکو سوکالي او خلکو ځانته درناوي احترام وکړي.
ښاغلي نعيم وويل، د محمد اشرف غني تيښته په نظر کې نوو نيول شوی " حتی نږدې کسان يې هم لدې پريکړې بې خبره ول."

Afghan President Ashraf Ghani said he has left the country to avoid bloodshed as the Taliban entered the capital Kabul. Source: Facebook
" مونږ هغه څه ته ورسيدو کوم چې مونږ غوښته او هغه زمونږ د هيواد او خلکو آزادي ده.
تر اوسه دا معلومه نده چې د واک ليږد به په کوم ډول ترسره کيږي.