په تريو ۲۴ ساعتونو کې په سيدني ښار کې ۳۸ نوې پيښې ريکارډ شوې چې له يادو پيښو څخه ۱۸ يې لا دمخه په کورنو کې بند ول.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشره وايي، د نوو پيښو شمير ډير لوړ دی او هم ډير شمير کسان چې په کرونا ويروس اخته ول دوی ټولنه کې تګ راتګ هم کړی.
اغلې بريجيکلين پر ځينو خلکو نيوکې وکړې چې شته تدابيرو څخه سر غړونه کوي او د خپلوانو کورونو ته تګ راتګ کوي او هم ميلې جوړوي.
"تر ټولو سخت پيغام لدې کړو څخه دا ترلاسه کړي چې همدا کسان ويروس خپل د کور غړو ته چې دوی ته ډير نږدې هم دي ورکوي، له تيرو څو ورځو راهيسې ډيرې پيښې د کورنيو غړو ترمينځ يو بل ورکړې څخه ريکارډ کيږي."
تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰،۰۰۰ کسانو کرونا ويروس لپاره معاينه کړې.
دا مهال نيو ساوت ويلز کې د کرونا ويروس ۴۰ ناروغان روغتون کې بستر شوي او ۱۱ يې عاجلې څانګه کې درملنه ترلاسه کوي.
سيدني ښار کې لګول شوي محدوديتونه او بنديزونه به تر ۱۶ د جولای پر خپل ځای وي، ولې بله خوا هغه ډله کسان چې په ويروس اخته وي په ډير شمير ټولنه کې تګ راتګ کوي او بيلابيلو سيمو ته ياد ويروس خپروي.
اغلې بريجيکلين خبرداری ورکړ، چې که د ځينو سيمو اوسيدونکي قوانين پلي نه کړي نو پر هغوئ به لدې هم سخت بنديزونه ولګول شي.
دا مهال Bankstown, Fairfield, Liverpool کې نوې پيښې چټکۍ سره خپريدو حال کې دي.
د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا مشره ډاکټره کيري چانټ وايي، نوې پيښې په نوو سيمو کې پيدا کيږي چې دا د انديښنې خبر ده.
د نيو ساوت ويلز ايالت يوازې ۹ سلنه نفوس واکسين شوی او بله خوا ويروس د سيدني ښار ډيرو سيمو ته خپور شوی چيرې چې ګڼه ګوڼه هم ډيره تر سترګو کيږي.