کرونا وبا پيل سره سم اسټراليا تر نورو هيوادونو سخت تدابير وضع کړل چې له مخه يې اسټراليا ته د مهاجرو راتګ په بشپړ ډول بند شو او بهر کې بند پاتې اسټراليايان ته بيرته خپل هيواد ته راستنيدل هم ستونزمن شو.
دا مهال نږدې ۴۰ زره اسټراليايان بهر کې بند پاتې او هڅه کوي چې وار رارسيدو سره بيرته اسټراليا ته راستانه شي.
د اسټراليا حکومت په ټاکل شوي شمير هره اونۍ اسټراليايانو ته اجازه ورکوي ترڅو بيرته اسټراليا ته راشي او راتګ سره دوی جبري ۱۴ ورځو لپاره هوټلونو کې قرنطين کيږي.
بهر کې بند پاتې اسټراليايانو د حکومت خلاف ملګرو ملتونو ته شکايت وکړ او غواړي خپل حکومت پر خلاف قانوني ګام پوره کړي.
دا شکايت د ملګرو ملتونو بشر حقونو ادارې ته وړاندې شوی او اسټراليايانو خپل حکومت پر بشر حقونو سرغړونو تورن کړی.
يادو کسانو خپل شکايت کې ويلي، لومړي وزير دوی له هغه حق څخه محروم کړي کوم چې د يو هيواد تبعه ته اجازه نه ورکول کيږي ترڅو بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. دا کسان وايي، سره لدې چې د حکومت روغتيا تدابير پر ځان عملي کوي ولې لدې سره بيا هم دوی له ډيرې مودې راهيسې کوښښ کوي ترڅو بيرته خپل هيواد ته ستانه شي ولې پر وړاندې يې ډير خنډونه شتون لري.
بهر څخه اسټراليا ته راتلونکو اسټراليايانو شمير ټاکل شوی، ځکه هماغې شمير له مخه د اسټراليا حکومت کولی شي ترڅو هوټلونو کې د قرنطين تدابير ښه شکل سره تنظيم کړي. بله خوا بهر کې بند پاتې اسټراليايان وايي، حکومت لخوا د مسافرو راتګ شمير ټاکلو سره دوی نشي کولی خپل هيواد ته ستانه شي.
بهر کې بند پاتې شوو اسټراليايانو چې د زرګونو کسانو لاسليکونه يې راټول کړي په ګډه ملګرو ملتونو ته ويلي، نړيوال قوانينو له مخه د يو تبعه او هيواد ترمينځ اړيکې ډيرې نږدې دي او يو دولت نشي کولی چې يو کال لپاره د اتباعو راتګ مخې ته خنډ جوړ کړي، سره لدې چې راتلونکي کسان چمتو دي ترڅو هوټلونو کې قرنطين شي.
تير کال ډيسيمبر مياشت کې د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن ژمنه وکړه چې تر کرسمس پورې به ډير شمير اسټراليانو ته د راتګ زمينه برابره کړي.
د کرونا ويروس وبا له پيل راهيسې ۵۰۰،۰۰۰ اسټراليايان بيرته خپل هيواد ته راستانه شوي، ولې دا مهال ۳۶،۰۰۰ څخه ډير نور بيا بهر کې بند پاتې دي او هڅه کوي بيرته ستانه شي.
له ۳۶،۰۰۰ اسټراليايانو څخه ۴،۸۶۰ يې بيا د حکومت لخوا ډير اړمن په نښه شوي او د هغوی راتګ ته يې لومړيتوب ورکړی.