اسټراليا کې توپيري چلند ډيرو لپاره يوه لويه ستونزه جوړه شوې

د اسکانلن فونډیشن د کلنی راپور وروستی نسخه کی موندل شوي چی آسټرالیایان لاهم د کډوالی ملاتړ کوي، مګر ۲۰ فیصد نور کسان نژاد پرستی ته د یوه لویې ستونزې په سترګه ګوري.

Gary Zhai

Brisbane resident Gary Zhai says a neighbour has been racially abusing him. Source: Supplied/Gary Zhai

په يوې نوې سروې کې د  خلکو نظر او چلند د کډوالی، کلتوری تنوع او تبعیض په هکله پوښتل شوی او موندنې يې ښايي  ډیري آسټرالیایان نژاد پرستی ته د یوې لویې ستونزې په سترګه ګوري.

 د اسکانلن موسسه درې پوښتنلیکونه د ۲۰۲۰ کال د جولای او نوامبر په میاشت او ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې، چی ۱۱۰ پوښتنې درلودلې له ۳۵۰۰ کسانو کړي.

د څیړنی انسټیتوټ، د ۲۰۲۱ د ټولنیز همغږی سروی کې، چی پایلې یې د سه شنبه په ورځ خپرې شوې، ددې پوښتنه ځواب روښانه ګړ، چی ‘ په آسټرالیا کی نژاد پرستي څومره لویه ستونزه ده.

 تیر کال، ۴۰ سلنه کسانو توپيري چلند يوه لويه ستونزه ګڼله ولې سږ کال دا شمير ۶۰ سلنې ته لوړ شوی.
Gary Zhai
Gary Zhai says he has reported numerous instances of racism to police. Source: Supplied/Gary Zhai
مګر ددی په هکله ځنې کسان متعجب ندي.

د برزبن اوسیدونکی ګاري ژای وايي،  یو ګاونډی یې له هغه سره توهینه چلند کړی دی. 

ګاری ژای له چین څخه برزبن ته د خپل دوکتورا زده کړې لپاره راغلی او وايي، یوه ګاونډی يې د ۲۰۲۰ له پیل راهیسې ورباندی تورونه لګوی.

هغه وویل، کاونډي يې د نژادی سپکاوی، چی یوه چینایی کس ته کارول کیږی په خطاب سره  ده وويل خپل موټر ته حرکت ورکوه تاسو د کرونا ویروس راوړونکی یاست، بیرته خپل کور ته لاړ شه.” ګاری ژای وویل “او زه ډیر متعجب وم”.

ښاغلی ژای تر اوسه پولیسو ته د ۳۵ پیښو راپور ورکړی چې په کی د ناوړو ګټه اخیستنې، توهین، د هغه موټر ته زیان رسولو او نژادی تبعیض، شامل دي، مګر د هغي د شکایتونو ځواب ډیر لږ ورکول شوی.

 هغه وویل، ” لکه ډیری نوري شیانو په څیر، کوويډ دا هم په لومړی سر کی راوستی دی. دا په دی معنی چی مونږ باید ددی لپاره یوه چاره وکړو ځکه چی دا ډیر لیدل کیږی او خلک ددی په اړه خبری کوی.؛ 

کله چې له ځواب ویونکو څخه وپوښتل شول چې آیا کډوال په عمومي ډول د آسټرالیا د اقتصاد لپاره ښه دي، په ۲۰۱۹ کې د ۷۶ فیصدی تایید په پرتله ۸۶ فیصده موافق ځواب ورکړی.

د آسټرالیا د قومی ټولنو د فدراسیون (FECCA) رییسې میرمن پټیتسوس وویل: "په دې هیواد کې مهاجرین او کډوال وده کوي او موږ په پراخه کچه هغوی سره مرسته کوو.

داسې کسان شتون لری چې ځینې وختونه دا ستنونزمن کوی ځکه چی هغوی د ځینی ګروپونو یا اشخاصو په وړاندی تبعیض لری او دغلته ځینی عناصر موجودی دی. زما په اند ځینی جوړښتي زیانونه شتون لری لکه د مهاجرینو دپاره د روابطو نشتوالی ، د مثال په توګه، دوی ته په استخدام وخت کې ډیر پاملرنه نکیږی."

کله چی وپوښتل شول چی آیا څو کلتوریزم د آسټرالیا دپاره ښه دي، ۸۹ فیصد برخه اخیستونکو موافقه وکړه.

پروفیسور مارکوس وویل:” موندنه داده چی د زینوفوبیا، نژاد پرستی او تعصب احساساتو په اړه اکثریت پوهیږی چی دا د آسټرالیا دپاره یوه ستونزه ده… له همدی کبله اکثریت دا منفی چلند نه کوی.

 څه شی چی د اندیښنی لامل ګرځی

 څیړنه وموندله چی ۳۴ فیصد خلک چی انګليسي ژبې ويونکو هیوادونو څخه ندی په لوړه کچه تبعیض سره مخامخ دی.

بله خوا د څو کلتوریزم او کډوالۍ په اړه د مثبت چلند سره سره، کله چې وپوښتل شول چې آیا خلک د مختلفو هيوادونو پر وړاندې مثبت، منفي یا بې طرفه احساسات لري، وموندل شوه چې د عراقي ، چینایي او سوډاني آسټرالیایانو به وړاندې د منفي نظر په لوړه کچه وموندله.

 په سلو کې دوه ویشت ځواب ورکوونکو د عراقي آسټرالیایانو په اړه "ډیر منفي" یا "یو څه منفي" احساس لری، په داسې حال کې چې ۴۳ فیصده په استرالیا کې د چینایانو په اړه او ۴۶ فیصده د سوډاني نژاد خلکو په اړه منفي نظرونه لري.

 پروفیسور مارکوس وویل: "د نژادي یا توکمیزې درجې له مخې، دا واضح ده چی د منځني ختیځ او آسیایی آسټرالیایانو په وړاندې ډیر منفي چلندونه موجود دی". 

د تیر کال په پرتله، د چینایي آسټرالیایانو لپاره منفي غبرګونونه یو فیصده، د هندي اسټرالیا لپاره شپږ فیصده، د لبناني آسټرالیایانو لپاره وه فیصده او د سوډاني اسټرالیایانو لپاره 10 فیصده کم شوي.


شریکول
خپور شوی 1/12/2021 په 3:28pm
لخوا Hannah Kwon
سرچینه: SBS News