د سویلي کوریا پارلمان د سپي د غوښې تجارت منع کړ

د سویلي کوریا پارلمان د سپي د غوښې په خوړلو او تجارت بندیز ولګاوه.

A group of people protesting the consumption of dog meat.

په سویلي کوریا کې د سپیو د غوښې د تجارت او خوړلو د منع قانون د ۲۰۸ رایو په اکثریت سره د پارلمان لخوا تصویب شوی. Source: AP / Ahn Young-joon

د سویلي کوریا پارلمان د سه شنبې په ورځ یوه لایحه تصویب کړه چې د سپي د غوښې خوړل او پلور پای ته رسوي، دا یو داسې اقدام دی چې د حیواناتو د هوساینې لپاره د ډیریدونکي ملاتړ پرمهال د پخوانیو پېړیو جنجالي عمل غیر قانوني ګرځوي.

د سپي د غوښې خوړلو ته یو وخت د کوریا په مرطوب دوبي کې د استقامت د ښه کولو لپاره د یوې لارې په توګه کتل کېدل، مګر دا دود اوس بدل شوی او ډیری د لوي عمر لرونکي کسان د سپي غوښه خوري.

فعالان وايي چې اکثره د سپي د حلالولو پرمهال له برق څخه کار اخیستل کېږي یا هم سپي ځړول کېږي، مګر سوداګر وايي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.
A dog in a cage covered with a grey sheet
Dog meat has long been a part of South Korean cuisine. Source: EPA / Jeon Heon-Kyun
د دې بندیز ملاتر د سویلي کوریا د اوسني ولسمشر یون سوک یول د حکومت پرمهال زیات شوی، ځکه هغه په خپله هم د حیواناتو مینه وال دی.

په سویلي کوریا کې د سپیو د غوښې د تجارت او خوړلو د منع قانون د ۲۰۸ رایو په اکثریت سره د پارلمان لخوا تصویب شوی.

د دغه قانون ماتول به تر دریو کلونو بند یا ۳۰ ملیونه وونه ($ 34,000) جریمه ولري.
د Humane Society International Korea په نوم د څارویو د ساتنې له ډلې څخه بورامي سیو وايي: "دا قانون به د انسان د مصرف لپاره د سپیانو نسل او وژنه پای ته ورسوي"

"موږ له دې ظالمانه صنعت څخه د ملیونونو سپو د ژغورلو په برخه کې یوه مهم پړاو ته رسیدلي یو."

د کوریا د خوراکي سپیانو اتحادیه وايي، دغه پرېکړه به پر ۳۰۰۰ رسټورانټونو او ۳۵۰۰ فارمونو چې
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 11/01/2024 په 12:42pm
سرچینه: Reuters